امريکا او اسرائيل د تېرې فبرورۍ په ۲۸مې نېټې پر ایران بریدونه پيل کړي، چې له امله يې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتې دي. پر دغه جګړې میاشت واوښته، خو تر اوسه یې د ختمېدو ښکاره څرک نه دی لګېدلی.
د دغې جګړې له امله په نړۍ کې ډېره ګډوډي رامنځته شوې، په نړیوال بازار کې د نفتو بيې لوړې شوي، تقضا يې بې سارې ځنډېدلې او نړیواله سوداګري نوره هم کمروزې شوې ده.
دغې جګړې د نړۍ په لر او بر کې د خلکو پر ژوند منفي اغېزې کړي، چې دلته به یې ځينو ته اشارې ولرو. د منځني ختیځ د جګړې له امله د ویتنام د پلازمېنې هانوي په نفتو سټېشن کې ډېر خلک تېلو ته انتظار کوي، د هند په ممبی ښار کې هوټلونه تړل شوي او د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د رومیانو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
نړیوال نظم زیانمن شوی، خو بیا هم نړیوال ګډو هوکړو ته رسیدلي
امریکا او اسرائیل له ايران سره په جګړه کې له ډېرو سرو کرښو وتلي دي. د جاپان د توکیو نیوز ورځپاڼې په یوې تبصرې کې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه د زور عمل او د ملګرو ملتونو له منشور او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي دي.
یواړخیزه زورواکي په نړۍ کې د سولې او نظم د ساتلو د پیاوړې ګډې موافقې د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلې ده.
ځینې لوېديځ هېوادونه د دې جګړې په پیل کې پټه خوله وو، خو اوس د ځينو رویې بدلې شوې دي.
د جرمني ولسمشر فرانک سټېنمییر څو ورځې مخکې رسنيو سره په خبرو کې ویلي، په دې کې هیڅ شک نشته، چې د ایران په موخه د امریکا او اسرائیل نظامي عملیات له نړیوالو قوانینو سره په ټکر دي. نوموړي نړیوال قوانین د جرمني او اروپا لپاره ډېر مهم ياد کړي دي.
خلک د زورواکۍ افسانوي کيسه نه خوښوي او د ستراتيژيک وېښتابه په حال کې دي
پر ایران د امریکا له بریدونو راهیسې، د واشنګټن نړیواله بڼه او باور پر له پسې زیانمن شوي او هم یې پوځي افسانوي کيسه په ختمېدو ده.
د چین د ژن مین پوهنتون پروفیسور جای دونګ شنګ پر دې اند دی، چې په منځني ختیځ کې د امریکا لخوا ځای پر ځای شوی د توغندي ضد دفاعي سیسټم د ایران د توغندیو او ډرونونو له بریدونو سره پوره مقابله نه شي کولی او رښتينی موثریت یې له خبرو او اعلامیو سره ډېر توپیر لري.
په ورته وخت کې خپلو ملګرو هېوادونو ته د امريکې د امنیتي تضمین افسانوي کېسه هم په ختمېدو ده.
د يوې سروې پایله، چې په کاناډا، جرمني، فرانسې او برېتانیې کې ترې خلکو ملاتړ کړی، ښيي چې پر واشنګټن باید تکیه کمه شي.
د برېتانیې یوې سیاسي کارپوهې ویلي، د لوی هېواد د توان او ځواک کړنې پر نړیوالې سولې سختې اغېزې کوي. که لوی هېواد غواړي د نظامي ځواک پر مټ د تسلط د سقطېدو يا پرزېدو مخه ونيسي، نو دا نه یوازې په سیمه، بلکې نړۍ کې هم تاوتریخوالی او ګډوډي رامنځته کوي او ورسره د خپل ځان د کمزورېدو جریان يې هم چټک کېږي.
په بحران کې نوې هیلې
په منځني ختیځ کې د جنګي اور له خورېدو سره هممهاله، د سراسري جنوب په هېوادونو کې درې مهم نړیوال فورمونه ترسره شوي، چې نوې هیلې يې راټوکولې دي.
یو یې په اذربايجان کې د باکو نړیوال فورم و، چې د نړۍ شاوخوا دوه سوه لوړپوړيو مشرانو او د ملګرو ملتونو لوړپوړو استازو پکې ګډون کړی و او د څواړخیزم د ساتلو پیغام یې ورکړی دی.
د دې فورم په څنډه کې د چین د نړۍ د مدیریت وړاندیز په اړه یوه کلیدي مباحثوي غونډه هم ترسره شوې ده.
د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د سیسټم ساتنه د اوسني نظم ساتنه او د چیني وړاندیز په اړه بحثونه د راتلونکي نظم رایګیري بللې ده.
دوهم یې په کولمبیا کې د لاتیني امریکا- افریقا لوړپوړي فورم و، چې ګډونوالو یې د هر ډول ظلم پر وړاندې د مقابلې پیغام بیا تکرار کړی دی.
درېیم یې د چین د بو او اسيايي فورم و. د دې فورم د سږنۍ څلور ورځنۍ غونډې کې څه باندې ۵۰ فعالیتونه ترسره شوي، چې ثبات، ورخلاصون، نوښت او زرغونتيا یې د ګډونوالو ډېرې د پاملرنې وړ موضوعات وو.
د شانګهای همکارۍ سازمان مرستیال سرمنشي سهيل خان ويلي، چې نړۍ اوس له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ ده، خو بو او اسيايي فورم د نظریو تبادلې او د ملګرو پیدا کولو لپاره یو ښه ځای دی او په دغه فورم کې د سیمې او ګردې نړۍ د راتلونکي پرمختګ لپاره نوې نظریې پیدا کېږي.
اوسنی وخت له سختو ننګونو سره مخ دی او هم هیلې ورپسې غوټه دي.
که نړۍ پخواني حالت ته بېرته ستانه نشي، نو ایا انسانان د تاوتریخوالي په حال کې څنګ په څنګ پرمختګ کولی شي؟ ځواب به یې تاریخ وښيي.
































