د چين د سي اېم جي د چیني ژبې خپرندويه مرکز، د چين د جنوبي سمندرګي څېړنيز انسټيټيوټ او د هوا يانګ د سمندري څېړنيز مرکز په کوربتوب د بو او اسيا فورم فرعي فورم او د ګډ کور په نوم یو لړ رسنيز فعالیتونه د مارچ له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د های نان ولایت په بو او او د سي اېم جي په رسنيز مرکز کې ترسره شول.
په دې رسنيزو فعاليتونو کې د چين، برېتانيې، اندونيزيا، ماليزيا او فيلپين او سينګاپور څه باندې لسو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو حضوري او انلاين ګډون کړی و او د سمندري ادارې د پرمخبېولو، د سمندري امنيت د ساتنې او د سمندري اقتصاد د پرمختګ له پلوه يې د انسانانو پر وړاندې د ننګونو، له ستونزو سره د مقابلې د لارو چارو او د راتلونکي لوري په باب بحثونه کړي دي.
































