د تېر ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۲۵مه د ننګرهار د ترافیکو مدیریت له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي برخو کې د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد چې د جلال آباد مېشتو په وینا، دغې بندیز نه یوازې د ریکشو چلوونکو ته سرخوږی جوړ کړی بلکې عامه وګړي هم د دغې تګلارې له عملي کېدو په تنګ راغلي دي. د جلال آباد ښار په مرکزي برخو او عمومي لویو لارو لکه تالاشۍ څلور لارې، درمسال، مخابراتو څلور لارې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ او ځینو نورو برخو کې د ریکشو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. د جلال آباد ښار اوسېدونکي نیوکه کوي چې په ځینو برخو کې د ریکشو پر تګ راتګ له بندیز سره سهولت نه دی راغلی بلکې ګڼه ګوڼه او بې نظمي لاپسې زیاته شوې ده. د دوی په وینا، د تګ راتګ لپاره لارې اوږدې شوي او کرایې هم لوړې شوي دي. پخوا به که څوک یوځای ته په لسو دقیقو کې رسېدل اوس په شلو او پنځه وېشتو دقیقو کې رسیږي. جلال آباد مېشتې زهرا وایي، په تګ راتګ کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده، دندې ته د تګ پر مهال اړه ده څو ځایه ریکشې بدلې کړي کرایه ورکړي او کار ځای یا کور ته ناوخته ورسیږي. نوموړې زیاتوي: «کله چې سهار له کور نه د دندې پر لور حرکت کوم نو لومړی ښار ته راځم بیا له هغه ځایه خپل د کار ځای ته ځم. پخوا ښه وو رکشه کې به تللم، په ډېر کم وخت کې، خو اوس چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د رکشو پر ځای بسونه دي، نو بس کې ځم. زه مجبوره یم چې په تمه پاتې شم تر څو بس ډک شي او چې په تمه شم نو له امله یې خپلې دندې ته په وخت نشم رسېدلی، چې دا د یوې ورځې خبره نه ده تقریباً میاشت کیږي دې ستونزې سره لاس او ګریوان یم.» زهرا وایي، د نوې تګلارې له عملي کېدو سره کرایې لوړې شوي او له اقتصادي وضیعت یې دا نه ایجابوي چې د ځان لپاره جلا رکشه یا موټر هم قراردادي ونیسي. د جلال آباد ښار یو تن ریکشه چلوونکی محمد آغا وایي، د تګ راتګ لارې یې اوږدې سوي، تېل ډېر مصرفیږي او حتی په ورځني عاید کې یې هم کموالی راغلی دی. محمد آغا زیاتوي:«په ټوله ورځ کې راته سل- یو نیم سل ګټه پاتې کیږي چې بېرته په تېلو مصرفیږي او د ژوند ګوزاره مو سخته شوې ده.» زده کړیال شرافت د ښار په ځینو ټاکلو برخو کې د ریکشو په تګ راتګ د بندیز د پایلو په اړه وایي چې بې نظمي او ګډوډي زیاته شوې، پوهنتون ته د تګ پر مهال په ډېرو لېرې لارو راتاویږي او کله کله اړ ایستل کیږي چې حتی پلی مزل هم وکړي. نوموړی زیاتوي:«زما پوهنتون له کوره لېرې دی او د ښار په منځ باندې ورته لار تللې، خو اوس چې ریکشې بندې شوي تر نیمایي لارې ریکشه کې ځم بیا پلی مزل کوم او بیا ریکشه نیسم پوهنتون ته ځان رسوم. مجبور یم له کور یو ساعت مخکې وځم څو پوهنتون ته په وخت ورسېږم.» بل ریکشه چلوونکی زلمی وایي، بېروبار زیات شوی، لارې اوږدې شوي، کله چې سورلۍ وړو لارې بندې وي چې موږ ته یې ستونزې پیدا کړي دي. زلمی هم د ورځني عاید له کمېدو سرټکوي او وایي:«پخوا به مو ۴۰۰-۵۰۰ مزدوري کوله خو اوس ۲۰۰ هم نه شو ګټلی، کرایې هم نه دي لوړې شوي، له سورلۍ همغه پخوانۍ کرایه اخلو.» خو د جلال آباد اوسېدونکي نیوکه کوي چې کرایې لوړې شوي، پخوا به یې که کوم ځای ته د تګ لپاره ۵۰ افغانۍ ورکولې اوس سل او حتی یو سل شل افغانۍ ورکوي. عبدالغفور وایي، کله چې کور ته سودا راوړم ډېر ناوخته رارسېږم. ځکه په ریکشو بندیز دی، بېروبار ډېر شوی او ریکشه چلوونکي په په اوږدو لارو راتاویږي. د عبدالغفور په وینا: «د لارو د اوږدېدو له امله کرایه لوړه شوې، پخوا به مې که سودا کور ته په ۵۰ افغانۍ راوړله اوس رانه ۱۲۰ افغانۍ اخیستل کیږي. ډېر خلک د دومره لوړې کرایې ورکولو وس نه لري. که مجبور نه اوسي نو هېڅ په ریکشه کې ځي هم نه.» د جلال آباد ښار بل ریکشه چلوونکی سید رحمت وایي، لارې اوږدې شوي، مصرف زیات شوی، عاید کم شوی او په بېړنیو حالاتو کې سورلي خپل منزل ته هم نه شي رسولی. سید رحمت زیاتوي:«په ډېرو اوږدو لارو تاویږو، که یو سورلۍ جنازې ته روانه وي هم جنازه ترې تېریږي او که ناروغ هم ولري نو په وخت یې تر روغتون نه شي رسولی او وضعیت یې نور هم خرابیږي.» د جلال آباد ښار په ځینو برخو کې د ریکشو پر تګ راتګ له بندیز سره د لاسي ګاډیو پلورونکو ته د پېر و پلور ښه زمینه برابره شوې خو په ښار کې یې ګڼه ګوڼه او بې نظمي ډېره کړې ده. جلال آباد مېشتې حلیمه وایي، پخوا ریکشو بې نظمي او غوبل جوړ کړی و، اوس د لاسي ګاډیو پلورونکو د سړکونو غاړې بندې کړي او حتی د پلي تګ راتګ زمینه یې خرابه کړې ده. د نوموړې په وینا:«کله چې کار، بانک یا بازار ته ځم، ځای- ځای د لاسي ګاډیو د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ د لاسه راباندې ناوخته کیږي او حتی په داسې وضعیت کې د خوندیتوب احساس لا نه شم کولی.» دغه بندیز ریکشه چلوونکي او عامه خلک تر پوزې راوړي او د دوی په وینا چې له سهولت یې زحمت زیات شوی دی. په دې اړه مو د ترافیکو مدیریت او ټرانسپورت ریاست مسؤول کسان وپوښتل خو ویل یې په دې اړه ځواب ویل د دوی صلاحیت نه دی، امنیه قومندانۍ یې ځواب وایي او امنیه قومندانۍ سره د اړیکې په ټینګولو ونه توانېدو. خو په جلال آباد ښار کې د ریکشو پر تګ راتګ د بندیز په تازه ورځو کې د ننګرهار ترافیکو مدیر نور جهان جواد شېرزاد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې دا کار یې د ګڼې ګوڼي د کمښت لپاره کړی او ریکشو ته یې د تګ راتګ ځانګړې لارې ټاکلي، همداراز په هغو سیمو کې چې یې په ریکشو بندیز لګولی لوی بسونه یې ورکړي څو خلک په کې په آسانۍ تګ راتګ وکړي. خو د جلال آباد ښار اوسېدونکي وایي، له یوې سیمې پرته نور په هېڅ سیمه کې بسونه نشته او دوی په ډېرو اوږدو لارو په ریکشو کې تګ راتګ کوي.

































