د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، چې د دې هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه، د پاکستان مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار به د مارچ په همدې ورځ چين ته لاړ شي او له وانګ يي سره به د نړیوالو او سيمه ييزو شخړو او د دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې اترې وکړي.































