د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د ونو کېنولو په کمپاين کې د ګډون په ترڅ کې وويل، چې ټول خلک دې له ښه ايکولوژيکي چاپيريال څخه د ګټې اخيستلو په ترڅ کې په ګډه سره چاپيريال خوندي وساتي او نورې زياتې ونې دې کېنوي، څو غرونه او ځمکې لا ښکلې کړي او د چيني شکله عصريتوب لپاره ښه بنسټ جوړ کړي.
نوموړي ویلي، چې سږکال د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق لومړی کال دی او هم د ونو کېنولو کمپاين د جوړېدو له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. د هغه په خبره، د ملي خاورو زرغونتوب بايد د ونو کېنول او مديريت، د ايکولوژۍ او صنعت پيستون، د انسانانو او طبعيت ترمنځ ښه چلند پوره کړي.
































