د خلیج د همکارۍ شورا نوبتي رئیس او د بحرين خارجه وزير عبدالطیف بن رشید الزياني د اپريل په دويمې نېټې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي سره تليفوني خبرې کړې دي.
رشید الزياني له وانګ يي سره د منځني ختيځ د وروستي وضعيت په اړه مالومات شريک کړي او د بحرين موقف يې روښانه کړی او څرګنده کړې یې ده، چې د خليج هېوادونو ملي امنيت له سختو ننګونو سره او په هرمز تنګي کې د بېړيو تګ راتګ له خنډونو سره مخ دی او هېواد يې غواړي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دغو ستونزو د حل لپاره رول ولوبوي.
نوموړي هيله ښودلې، چې له چين سره پدې اړه د نظريو تبادلې او همغږي هم پياوړې کړي.
وانګ يي له الزياني سره د تجاوز پر وړاندې د مخالفت او د سولې د ملاتړ په اړه د چين اصلي دريځ روښانه کړی او ويلي يې دي، چې چين او پاکستان د خليج او منځني ختيځ د سولې او ثبات د اعادې په اړه پنځه فقره يیز وړانديز کړی، چې پر ملکي وګړو او غير پوځي اهدافو د بريدونو د درولو، د هرمز تنګي د امنيت د تضمين او د بېړيو د تګ راتګ د اعادې په اړه محتويات پکې شامل دي. نوموړي د جنګي اور درول او د جګړې ختمول د نړيوالې ټولنې ګډې هيلې بللې دي.
وانګ يي زياته کړې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا باید د تاوتریخوالي په کمولو، د جګړې په درولو او د خبرو په بيا پيل کې مرسته وکړي او کومه خوا باید دغه سازمان د غير مشروع جګړې لپاره ونه کاروي او پر اور باید تيل ونه پاشي.
چين د ملګرو ملتونو د دايمي او مسئوليت منونکي هېواد په توګه غواړي، چې له پاکستان سره يو ځای په منځني ختیځ کې د جنګي اور د ختمولو، د سولې د بیا اعادې او د دايمي امن لپاره ګډ کار وکړي او د پرمختيايي هېوادونو او په تېره بيا د منځنيو او کوچنيو هېوادونو مشروع حقونه او ګټې خوندي کړي.































