چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې د ډیټا نړیوال سازمان په بېجینګ کې تاسیس شو؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 2, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ولې د ډیټا نړیوال سازمان په بېجینګ کې تاسیس شو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نړۍ د ځيرکې ټکنالوژۍ په لوري چټک ګامونه اخلي او خلک د ډیټا سرچینې د توليد پنځم لوی عامل بولي، چې د اقتصادي پرمختګ هڅونې لپاره کلیدي رول لري.

د ډیټا تولید، راټولونه، زېرمه او نړیواله راکړه او ورکړه د مختلفو هېوادونو د حاکمیت په خوندیتوب او پټو مالوماتو پسې تړاو لري، نو ځکه د ډیټا د مدیریت بشپړتیا اړين کار بلل کېږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ډیټا نړیوال سازمان د تېر مارچ په ۳۰مه نېټه د چين په پلازمېنې بېجینګ کې رسماً تاسيس شو، چې د نړیوالو ډېره پاملرنه یې راجلب کړې ده.

دغه سازمان په ګردې نړۍ کې د ډیټا د پرمختګ او مدیریت لومړی مسلکی سازمان دی، چې تراوسه د شاوخوا ۴۰ هېوادونو څه باندې ۲۰۰ غړي لري.

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د یاد نړیوال سازمان د جوړېدو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام استولی او پکې یې پر دې ټینګار کړی، چې هېواد به یې د مشورې، ګډې جوړونې او شریکو نظریو په لرلو سره د یاد سازمان ملاتړ وکړي، له مختلفو خواوو سره به د ډیټا مدیریت اصول راغونډ کړي، د ډیټا د ځیرکتیا تخنیکي نوښت به وهڅوي، د ګردې نړۍ د ډیجټلي اقتصاد د هوسا پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.

د ډیټا نړیوال سازمان جوړول څه ارزښت لري؟

د بېجینګ پوهنتون پروفیسور چیو ځه چي رسنیو ته ویلي، چې په نړیواله ټولنه کې هېڅ د ډیټا د مدیریت همغږی کوونکی ارګان نه شته، نو اوس د چین په وړاندیز د ډيټا نړیوال سازمان تاسیس شو، چې مقر یې هم په بېجینګ کې دی. دا د دې څرګندویې کوي چې چین د ډیټا د لوی هېواد په توګه مسئولانه رویه لري. دغه سازمان د ډیټا د نړیوالو همکاريو د ژورتیا او د ډیټا د نړیوال مدیریت د بشپړتیا لپاره اغېزمن ډګر برابر کړی دی.  دغه سازمان د مختلفو هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ له لارې د ډيټا د تګلارو توپیرونه حل کولی شي او د ډیټا د انحصار ماتونه هڅولی او راکړه ورکړه یې پرمخبېولی شي او هم ډیجيټلي اقتصاد سمسورولی شي. په عین وخت کې دغه سازمان د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ توان هم لوړولی شي.

ولې د ډیټا نړیوال سازمان په بېجینګ کې تاسیس شو؟

د شنونکو په اند، نړۍ نه یوازې د ډیټا د پرمختګ او مدیریت په برخه کې د چین سویه منلې، بلکې دغې چارې پسې يې هيلې هم غوټه دي.

د ډیټا نړیوال شرکت د اټکل له مخې، تېر کال د چین په لاس کې د ډيټا اندازې د نړۍ ۲۷ اعشاریه ۸ سلنه نیولې وه او لومړی نړيوال مقام یې خپل کړی و او د ډیجټلي اقتصاد پیمانې يې په تېرو مسلسلو کلونو کې د نړۍ دوهم مقام نیولی دی.

د تېر ۲۰۲۵ کال تر پایه، په چین کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱ ميلیارډ او ۱۲۵ میلیونه ښودل شوی، چې په دې برخه کې يې هم د نړۍ لومړی مقام نیولی دی. برسېره پر دې، د ډیجټلي بنسټ تجهیزات او د کارونې موثریت یې هم په په نړۍ کې مخکښ ځايونه لري.

چین په وروستیو کلونو کې د ډیټا د مدیریت په اړه ډېرې څېړنې کړې دي. دغه هېواد په ۲۰۲۰م کال کې د ګردې نړۍ د ډیټا خوندیتوب وړاندیز مطرح کړ او له بېلا بېلو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې پر پرمختګ او امنیت تمرکز ولري او د تخنیکي پرمختیا، اقتصادي ابادۍ او د ملي امنیت او د ټولنې د ګټو د ساتلو ترمنځ اړیکو سره دې مساوي او برابر چلند وکړي.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ په ۲۰۲۳م کال کې د ملګرو ملتونو د ډیټا څلورم فورم ته د مبارکۍ پيغام کې وړاندیز کړی و، چې د ډیټا نړیوالې همکارۍ دې د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز په چوکاټ کې نورې هم ژورې شي، د ډيټا مدیریت په مټ دې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ پلان تطبیق وهڅول شي او د ډیټا په برخه کې دې د پرانیستې او ګټې – ګټې نړیوالو همکاریو جوړښت تاسیس شي، څو بېلا بېل هېوادونه اوږه په اوږه د پرمختګ ګامونه پورته کړي.

چین د ډيټا د خونديتوب په برخه کې ډېر کوښښونه کړي او د چین او منځنۍ اسیا د هېوادونو د سرمشریزې غونډې، د چین او افریقا همکاریز فورم او د چین او اسیان همکاریزې سرمشریزې په شمول څو اړخیزو ډګرونو کې یې د ډیټا مدیریت مقررات او د ډيټا امنیت همکارۍ ټاکلې دي.

شنونکي په دې اند دي، چې چین به په راتلونکي کې د ډیټا نړیوال سازمان په ډګر کې د ډیټا بالقوه ځواک د کارولو او د ډیټا مدیریت د بشپړولو لپاره لا زیات خدمتونه وکړي.

Previous Post

عبدالطیف بن رشید له وانګ يي سره تلیفوني خبرې وکړې

Next Post

سروې: مونږ باید په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ثابتو عواملو د برابرولو لپاره هڅې وکړو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

سروې: مونږ باید په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ثابتو عواملو د برابرولو لپاره هڅې وکړو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بغلان کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي

بغلان کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي

دسمبر 3, 2024
ایران د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړل

ایران د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړل

جولای 26, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ