د چين د طبيعي علومو ملي صندوق په تېر ۲۰۲۵م کال کې د بېلا بېلو ډولونو د ۵۸۸۰۰ علمي پروژو سره ۳۷ ميليارډه او ۶۹ ميليونه يوانه مالي مرسته کړې ده.
دغه صندوق د بنسټیزو څېړنو په برخه کې د هغو څېړنو ازمويښتي پروژې ترسره کړي، چې خورا نوښتګرې دي او لا تراوسه اجماع او ګډو نظريو ته نه دي رسیدلي. برسېره پر دې، دغه صندوق د ملکي تصديو د نوښت او پرمختګ ګډ صندوق هم تاسيس کړی، په ډله ييزو پروژو کې يې د ځوانانو د ډلو لپاره ځانګړې برخه ټاکلې او په لومړي ځل يې د ځوانانو د ساينسي صندوق په پروژو کې د ساينسي وسيلو برخه زياته کړې ده، څو ساينسي پروژې يې د نړيوالو علمي څېړنو له تمايل سره سمون ولري.
د چين د طبيعي علومو ملي صندوق د نهمې کمېټې د غړو څلورمه عمومي غونډه په دې وروستيو کې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.































