د چین برېښنا شرکت د اپرېل په ۲مې نېټې راپور ورکړی، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې یې د ثابتو شتمنیو پانګونه نږدې ۱۳۰ ميلیارډو یوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. برسېره پر دې، دغه شرکت د برېښنايي چارو په سلسله کې شاوخوا ۲۵۰ ميلیارډه یوانه پانګونه هم راجلب کړې ده.
د چین برېښنا شرکت د دغه هېواد د ۱۵م پنځه کلن پلان کې ټاکل شوي ۱۰۹ لویې پروژې د خپلې اغېزمنې پانګونې د پراخولو او د پلان د پلي کولو لپاره د کلیدي وسیلې په توګه کاروي، څو د برېښنا د لېږد چینلونو او د برېښنا شبکې د نښلولو په شمول د مهمو پروژو جوړونه ګړندۍ کړي.
































