د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اپریل په ۲مې د یوې خبري ناستې مشري کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتريخوالي په اړه يې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان د چین ګاونډیان دي او هېواد يې تل له افغانستان او پاکستان څخه ملاتړ کړی، چې د مذاکراتو له لارې خپلمنځي اختلافات حل کړي.
نوموړې ويلي، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان وضعیت د ارامېدو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.
































