ايران د امريکا او اسرائيل د پوځي بريدونو په غبرګون کې په دوامدار ډول اسرائيل او هم په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو پوځي اډې په نښه کړي. داسې ښکاري، چې خليج هېوادونه له دې امله په جنګ کې ښکيل شوي دي.
اوسمهال خليج هېوادونه له ډېرو ستونزو او امنيتي فشارونو سره مخ دي او له امريکا څخه د امنيتي ضمانت بيړنۍ غوښتنې لري.
که هم څه دوی په عمل کې تر اوسه صبر او زغم ساتلی، د ايران پر وړاندې يې مختلفې رويې غوره کړې دي. دلته د پاملرنې وړ ټکی دا دی، که په منځني ختیځ کې جګړه دوامداره شي، نو خليج هېوادونه به څه وکړي؟
د خليج هېوادونو امنيتي اندېښنې په ډېرېدو دي
د تېرې فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل د جنګ له پيل راهيسې، په خليج هېوادونو کې د امريکايي ځواکونو پوځي اډې او داسې نورې موخې کله نا کله د ايران د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو له بريدونو سره مخ شوي دي.
د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ کمېټې سرمنشي جاسيم محمد البداوي د تېر مارچ په ۲۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ايران د سعودي عربستان په شمول د دغې کمېټې پر شپږو غړيو هېوادونو د څه باندې ۵۰۰۰ توغنديو او ډورونونو بريدونه کړي دي.
البداوي د اپرېل په ۲مې نېټې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې وينا کړې او له امنيت شورا يې غوښتي، چې پر خليج هېوادونو د ایران د بريدونو د مخنيوي لپاره اړين تدبيرونه ونيسي. نوموړي پر دې هم ټينګار کړی، چې د خليج عربي هېوادونو د همکارۍ کمېټې شپږ غړي هېوادونه بايد د ايران مسئلې د حل لپاره په هر ډول خبرو او تړونونو کې برخه واخلي، څو سيمه يېز امنيت پياوړی او د شخړې د لا سختوالي او د ورته بريدونو مخه ونيول شي.
د شنونکو په اند، د خليج ګڼ شمېر هېوادونو وړاندې د سعودي عربستان او ايران د اړيکو له ښه والي څخه ګټې پورته کړې او ځان ته يې د امنيت ثابت چاپېريال برابر کړی دی.
خو په روانه جګړه کې خليج هېوادونو کې د امريکا ميشتو پوځي تاسيساتو نه يوازې دغو هېوادونو ته امنيتي تضمين نه دی برابر کړی، بلکې په جنګي موخې ګرځېدلي او له دې امله شاوخوا ملکي بنسټيز تاسيسات هم زيانمن شوي دي.
د خليج هېوادونو دريځونه هم مختلف دي
خليج هېوادونه د اوسنيو امنيتي ستونزو پر وړاندې مختلف دريځونه لري او د عربي متحده اماراتو او بحرين موقف پکې سرسخت ښکاري.
د عربي متحده اماراتو د دولتي چارو وزير خليفه بن شاهين المرار د اپرېل په ۲مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد یې له هرمز تنګي د بېړيو د تېرېدو د خوندي کولو په پار هر ډول عملياتو کې برخې اخيستنې ته تيار دی او نيت لري چې د سيمه ييز ثبات لپاره په ډله ييزو فعاليتونو کې ګډون وکړي.
د بحرين بهرنيو چارو وزير عبدالطيف بن راشد الزياني په همدې ورځ د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړلو غندنه وکړه او دغه کړنه يې غير قانوني وبلله.
نوموړي ويلي، ایران هرمز تنګی بند کړی او په قصدي ډول يې نړيوال اقتصاد يرغمل کړی او په خبره یې، هېواد يې امنيت شورا ته له هرمز تنګي د بېړيو د تېرېدو د ساتلو مسوده وړاندې کړې ده.
برېتانيې د اپرېل په ۲مې نېټې د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو لپاره پر ايران د فشار اچولو په اړه د يوې انلاين غونډې مشري کړې، خو په دغې غونډې کې د منځني ختيځ هېوادونو څخه يوازې عربي متحده امارات او بحرين ګډون کړی و.
سعودي عربستان او کويت صبر ته مخه کړې ده. د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرهان السعود مخکې ويلي وو، چې د هېواد زغم يې محدود دی او په خبره یې، که ايران خپل نظامي بريدونه بيا تېز کړي، نو له سخت ځواب سره به مخ شي. کويت په ګڼ شمېر دوه او څو اړخيزو ډګرونو کې د ايران بريدونه غندلي دي. خو دغو دواړو هېوادونو له هرمز تنګي د بېړيو د تېرېدو د خوندي کولو په احتمالي عملياتو کې د ګډون نيت نه دی ښودلی.
عمان او قطر بیا غواړي چې د خبرو اترو له لارې شخړې ارامې شي. عمان د جګړې نه مخکې د امريکا او ايران ترمنځ د خبرو منځګړيتوب کړی او ايران هم ورته د دوست هېواد په سترګه ګوري.
عمان د روانې شخړې په اړه بې طرفه دريځ غوره کړی او تل یې د اوربند غوښتنه کړې او ډيپلوماتيکو خبرو ته یې لومړيتوب ورکړی دی.
د قطر لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني پر بېلا بېلو خواوو د متقابل درناوي او خبرو غږ کړی دی. نوموړي ويلي، د شخړې ښکېل هېوادونه باید د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي او په خبره یې، قطر او ايران نژدې جغرافيايي، کولتوري او تاريخي اړيکې لري، د سيمې بېلا بېل هېوادونه باید په سوله کې ګډ ژوند وکړي او د ستونزو د لا سختېدو مخه باید ونيسي.
































