د چين د کوه مينتانګ ګوند مشره جنګ لي ون د اپرېل په ۷مه نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ شانګهای ښار ته رسېدلې او ورپسې به له نان جینګ څخه لیدنه وکړي.
نوموړې د دندې له اخیستو راهیسې په مکرر ډول د چين سترې برخې ته د سفر هیله څرګنده کړې وه.
جنګ لي ون او ورسره مل پلاوی به د دې سفر په جریان کې له جیانګ سو ولايت، شانګهای او بیجینګ څخه هم لیدنه وکړي.
































