د چین د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د چين، افغانستان او پاکستان استازو د اپريل له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د شينجيانګ په مرکز ارومچي ښار کې غير رسمي غونډه ترسره کړې ده.
په دغې غونډې کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو، دفاعي چارو او امنيتي چارو استازو برخه اخيستې وه او په صادقانه ډول يې بحث او نظرونه تبادله کړي دي.
دغه غونډه د مسئلو د هواري، د نتيجو د ترلاسه کولو او د عملي پلان د جوړولو په موخه ترسره شوې ده.
































