د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د اپريل په ۸مې نېټې د چين د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د ملي دفاع پوهنتون کې د لوړ پوړو پوځي چارواکو د رونيز ټولکي په پيل مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې د چين کمونېست ګوند د مارکسيزم سياسي ګوند دی او تل يې د شخصي ګټو پر ځای د خلکو د ګټو استازيتوب کړی دی. نوموړي د شخصي ګټو او فساد او ورته نور فکرونه او کړنې د دغه ګوند د طبيعت او اصولو خلاف بللي دي.
شي جين پينګ په اشارې ويلي، چې د چين کمونېست ګوند او د چين د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د بېلا بېلو ناسمو فکرونو او رویو پر وړاندې د مبارزې په بهير کې پرمختګ موندلی دی. هغه باور ښودلی، چې دغه پوځ به د نوې زمانې د چيني ځانګړتيا لرونکو سوسياليستي افکارو تر لارښوونې لاندې بې ساری يووالی وساتي او د ځواکمن پوځ د ابادۍ نوې پاڼه به پرانيزي.
































