د چين د کوه مينتانګ ګوند د مشرې جنګ لي ون په مشرۍ د دغه ګوند يوه پلاوي د اپرېل له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې له شانګهای څخه ليدنه کړې او د چين د سترې برخې لوړې تخنيکي او صنعتي لاسته راوړنې یې احساس کړې دي.
نوموړې ويلي، د تايوان خدمتي صنعت او دوديز توليدي صنعت له سختو ننګونو سره مخ دي او د صنعت اپګرېډ او له مصنوعي ځيرکتیا سره پيستون يې د راتلونکي پرمختګ په فرصتونو پسې تړلی دی .
هغې زياته کړې، د تايوان تنګي دوه غاړې به د روغې جوړې، ډيالوګ، د نظريو تبادلې او همکاریو له لارې حيرانوونکی برياليتوب ومومي.
شانګهای د تایوان تنګي د دوو غاړو د تګ راتګ لپاره تر ټولو فعال ښار دی او په دغه ښار کې د تايوان ډېر سوداګر اوسېږي او سوداګريزې چارې ترسره کوي.
































