د ایران او امریکا مرکچي پلاويو پر ځايي وخت د اپرېل په ۱۲مې نېټې د پاکستان په منځګړیتوب په اسلام اباد کې د خبرو درېیم پړاو پای ته رسولی دی.
ایران د خبرو روان پړاو د دواړو خواوو ترمنځ د چوکاټي هوکړې لپاره “وروستی چانس” بللی دی.
مخکې له دې، د ایران او امریکا د دواړو متخصصو ټیمونو تخنیکي خبرې کړې وې او لیکلي متنونه یې تبادله کړي وو.
په همدې ورځ د ایران او امریکا د خبرو اجنډا شدیده وه او پلاويو يې په وار سره له پاکستاني لوري سره دوه اړخیزې غونډې کړي او وروسته بیا د خبرو مېز ته ستانه شوي دي.
د ايران او امريکا مرکچي پلاويو به د مشورو د یوه پړاو له بشپړولو وروسته، څو ساعته وقفه کوله او وروسته به بیا د خبرو میز ته ستنېدل.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې دواړو مرکچي پلاويو د خبرو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او د خبرو د پروسې د تېزولو اراده لري.
شنونکو ويلي، چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ اوسنی لنډمهاله اوربند به یوازې دوه اوونۍ دوام ولري، که دوی کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو ممکن بیا جنګ ته وګرځي.
شنونکي پر دې اند دي، چې ایران او امريکا باید د خبرو له روان فرصت څخه په استفادې د یو بل ارادې او اصلي کرښې درک کړي او د راتلونکو اقداماتو لپاره باید پلان جوړ کړي.
د ایران او امریکا په خبرو کې ۳ مهمې مسئلې لا هم پر ځای پاتې دي.
۱ـ ایران او امریکا د هرمز تنګي په اړه ډېر اختلافات لري.
راپورونه وايي، ایران د هرمز تنګي د “ګډ مدیریت” لپاره د امریکا وړاندیز رد کړی او د تنګي پر کنټرول یې ټینګار کړی دی او هم له تېرېدونکو کښتیو څخه د ماليې اخيستنې ادعا لري.
۲ـ ایران او امریکا د کنګل شویو شتمنیو د خوشي کولو په اړه مختلف نظرونه لري.
د ايران یوې لوړپوړې سرچینې د اپرېل په ۱۱مې نېټې ویلي، چې امریکا په قطر او نورو بهرنیو بانکونو کې د ایران د شتمنۍ په خوشي کولو اتفاق کړی، خو امریکایي چارواکو په ډېرې چټکۍ ياد خبر رد کړ.
۳ـ ایران او امریکا د یورانیميو پر غني کولو د نظر توپیر لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په ۱۰مې نېټې رسنيو ته ويلي، دا ډاډ باید ترلاسه شي، چې ایران به اټومي وسله نه جوړوي او همدغه هدف یې د امريکايي مذاکراتي ټیم لومړنۍ دنده یاده کړې ده.
سپینې ماڼۍ ویلي، ایران باید د یورانیميو د غني کولو چارې ودروي او همدا د ټرمپ لپاره “سره کرښه” ده، چې هيڅ به ترې شاته نه شي.
د ايران تسنیم اژانس د اپرېل په ۱۲مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په همدې ورځ پای ته رسېدلي او په ټکو يې، “د امریکا غير معقولو غوښتنو د ګډ چوکاټ او هوکړې مخه نیولې ده.”











