چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د منځني ختيځ وضعيت په نړۍ کې څو بحرانونه راپورته کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 15, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د منځني ختيځ وضعيت په نړۍ کې څو بحرانونه راپورته کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په اسلام اباد کې د امریکا او ايران مذاکرات د اپرېل په ۱۲مې نېټې بې پايلې پای ته ورسېدل.

په هرمز تنګي کې د بيړيو د تګ راتګ ستونزې لا هم نه دي حل شوي او د منځني ختيځ وضعيت له سختې بې ثباتۍ سره مخ دی. د همدغو ستونزو له امله په نړيوال بازار کې د اومو نفتو بيې لوړې شوي او نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی او ورسره د کیمياوي سرې کمښت کرنيزې چارې زيانمنې کړي او د انفلاسيون له امله ګڼ شمېر اقتصادونه د پورونو له فشارونو سره مخ دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا او ايران ترمنځ جګړې پر نړيوال بازار منفي اغېزې کړي او د نړيوالو اندېښنې يې راپورته کړې دي او ښايي د نفتو، غلو دانو او پورونو بحرانونه به په نړۍ کې ډېر خلک وځپي.

 د نفتو بيې تاريخي ريکاډ ټينګ کړی

د امریکا او ايران د مذاکراتو په بهیر کې د نفتو په نړیوال بازار کې د اومو تیلو د هر بېرل بيه ۱۴۴ ډالرو ته رسېدلې او له ۲۰۰۸م کال راهيسې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. کارپوهان وايي، اوس د موجودو اومو نفتو بيه د تیلو د سپارښتنې بيې په پرتله ډېره لوړه ده او د پانګوالو اندېښنې يې راپورته کړې دي. په بازار کې به د نفتو عرضه ډېر ژر کمه شي او دا به پر بېلا بېلو هېوادونو واقعي اغېزې وکړي.

د ابوظبۍ د نفتو دولتي شرکت اجرائيوي مدير سودان جابر په وروستيو کې رسنيو ته ويلي، د اومو نفتو هغه وروستۍ جوپه، چې د امریکا او ايران ترمنځ له جګړې نه مخکې له هرمز تنګي څخه تېره شوې، موخې ته رسېدلې، خو په نړۍ کې به د انرژيو د لېږد رالېږد له څلوېښت ورځني ځنډ وروسته ډېر ژر د انرژۍ کمښت رامنځته شي.

د کيمياوي سرې کمښت کرنيزې چارې زيانمنې کړي او د غلو دانو خونديتوب له ډېرو ننګونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال سازمان چارواکي او د اقتصادي چارو کارپوه ماکسيمو توريرو په وروستيو کې ويلي، چې ډېری هېوادونه د پسرلنۍ کرکيلې لپاره کيمياوي سرې ته په تمه دي.

د يادې جګړې له امله، په نړۍ کې د کيمیاوي سرې عرضه له کمښت سره مخ ده او په شمالي کرې کې ګڼ شمېر هېوادونه له پسرلني کښت څخه محروم شوي دي.

نوموړي ويلي، د وخت په تېرېدو سره به د کيمياوي سرې کمښت او د بيو لوړوالی به د کرنې تولیدي اندازه ټيټه او کرنيز تولیدي لګښت به زيات کړي او په پايلې کې به د نړۍ د غلو دانو خونديتوب زيانمن شي.

خليج هېوادونه د کيمیاوی سرې عمده صادرونکي دي، خو د جګړې له امله د قطر، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان په شمول د دغو هېوادونو اړوندو فابريکو د کيمياوي سرې توليدي اندازه کمه کړي او حتی تولیدي چارې يې بندې کړې دي.

نړۍ د تیلو زېرمتون لري، خو د کيمياوي سرې په صنعت کې ستراتيژيکې زېرمې نه لري، نو اوسنۍ ستونزې نورې زیاتې سختې دي.

ښاغلي توريرو ويلي، د ځينو کرنيزو توليداتو د کمښت حالت به خامخا رامنځته کېږي او د هند، بنګلاديش، پاکستان او سریلانکا په شمول ځيني هېوادونه، چې د خليج پر کیمياوي سرې تکيه لري، ډېر سخت زيانمن شي.

د انفلاسيون منفي اغېزې ښکاره شوي او يادې ننګونې هم ډېرې شوې دي

د راکفيلر نړيوال شرکت د بورډ کمېټې مشر چيل شرما په وروستيو کې د برېتانيي فايننشل ټايمز ته ويلي، چې نړۍ د  بې ساري کسر او پورونو د موجوديت په حال کې او له سخت بحران سره مخ ده او د امریکا او ايران جګړې نړیوال اقتصاد کمزوری کړی دی.

په نړۍ کې د پورونو اوسنۍ پیمانه ډېره لويه ده او بېلا بېل هېوادونه د دې جګړې د منفي اغيزو د لرې کولو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. دغه راز د کمزورو اقتصادونو د پورونو ننګونې هم ډېرې شوي او په دې جملې کې امريکا بیا د ډېرو پورونو له امله هغه پرمختللی اقتصاد ګرځېدلی، چې د نړۍ د انرژيو بحران پرې سیوری غوړولی او سخت زیانمن شوی دی.

تر دې وړاندې، د امریکا د فدرالي زيرمې کمېټې رئيس پاويل ويلي وو، چې کمېته به يې پر اقتصاد او انفلاسيون د ايران د جګړې منفي اغيزې وارزوي، خو پر وړاندې يې د مقابلې لارې چارې محدودې دي.

Previous Post

د چين د دولت رئيس ځانګړی استازی به د کانګو د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي

Next Post

وانګ يي له سېرګي لاوروف سره ولیدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
وانګ يي له سېرګي لاوروف سره ولیدل

وانګ يي له سېرګي لاوروف سره ولیدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي دي

کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي دي

اگست 3, 2022
د نایجر له ۱۰۱ نظامي اډې څخه امریکايي ځواکونه ووتل

د نایجر له ۱۰۱ نظامي اډې څخه امریکايي ځواکونه ووتل

جولای 8, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ