ایراني رسنیو د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د ویاند له قوله ویلي چې د امریکا له لوري د ژمنو د نقض له امله هرمز تنګی یو ځل بیا تړل شوی او دغه ستراتیژیکه لار د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر سخت کنټرول لاندې راغلې ده. د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې ایران د پخوانیو هوکړو او د خبرو اترو په جریان کې د ښه نیت له مخې د هرمز تنګي له لارې د محدود شمېر تېلو وړونکو او تجارتي بېړیو د تګ راتګ اجازه په مدیریت شوي ډول ورکړې وه. خو د هغه په خبره، امریکا د ژمنو د پرلهپسې ماتولو له امله خپلو غیرقانوني اقداماتو او په اصطلاح محاصرې ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړې چې په پایله کې د هرمز تنګې وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی.

































