چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې جاپان د وژونکو وسلو پر صادراتو محدوديتونه لغوه کړل؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 22, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ولې جاپان د وژونکو وسلو پر صادراتو محدوديتونه لغوه کړل؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان حکومت د نوي میلټاریزم پر خطرناکې لارې بل ګام پورته کړی، چې د سیمې او نړۍ اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د جاپان د حکومت کابېنې د اپريل په ۲۱مې نېټې د دفاعي تجهيزاتو د ليږد درې اصول او د کارونې لارښود يې تعديل کړي او د وژونکو وسلو صادراتو ته یې اجازه ورکړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د عامه افکارو په اند، د جاپان دغه اقدام به د دغه هېواد د امنيت د تضمين تګلاره بدله کړي، پوځي کېدنه به يې ګړندۍ او د جنګي ماشين د بيا فعالولو هڅې به یې تېزې کړي، چې دا به د سيمې سولې او ثبات ته سخت ګواښونه پېښ کړي.

د جاپان دغه پرېکړه د وسلو پر صادراتو د محدوديت د کمولو لپاره نوی اقدام بلل کېږي. جاپان په ۱۹۶۷م کال کې د وسلو د صادراتو درې اصول ټاکلي وو، چې له مخې يې خپلې وسلې به سوسياليستي هېوادونو، د وسلو لیږد کې تر بنديز لاندې هېوادونو او هم شخړو کې ښکېلو هېوادونو ته نه صادروي.

په ۱۹۷۶م کال کې د جاپان د وخت د لومړي وزير ميکي تاکيو په مشرۍ کابينې په يادو اصولو کې نور محتويات هم اضافه کړل او د وسلو  صادرات يې بشپړ منع اعلان کړل.

خو د جاپان دغه ممنوعيت ډېر ژر نرم شو او په ۱۹۸۳م کال کې يې د وخت د لومړي وزير نکاسوني په مشرۍ کابېنې امریکا ته د پوځي تخنيکونو تبادلې ته اجازه ورکړه او په ۲۰۱۱م کال کې یې د وخت د لومړي وزير نادا یوشيهیکو په مشرۍ کابينې خپلو تصديو ته اجازه ورکړه، چې د نړيوالو همکاريو له لارې وسلې جوړې او صادرې يې کړي.

په ۲۰۱۴م کال کې د جاپان د پخواني لومړي وزير شينزو ابي کابینې د تېرو اصولو پر ځای "د دفاعي تجهیزاتو د ليږد درې اصول"وضع کړل او په دې سره يې جاپاني تصدیو ته اجازه ورکړه، چې د سولې لپاره د همکارۍ او د جاپان د امنيتي تضمين په نوم پنځه ډوله غير جنګي تجهیزات صادرولی شي.

له دې وروسته، د جاپان څو حکومتونو د دغو اصولو د کارونې په لارښود کې اصلاحات راوستل او محدوديتونه يې سوکه سوکه نرم کړل. خو بیا هم ښي اړخو پرې قناعت ونه کړ او او بلاخره یې خبره دې ځای ته راورسوله، چې اوسني حکومت یې ياد اصول له بېخه تعدیل او د وژونکو وسلو پر صادراتو يې محدوديتونه لغوه کړل.

د جاپان د بهرنيو چارو وزارت يوه پخواني چارواکي ماګوساکي یوګيرو رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد په سیاست کې د ښي اړخو پله درنه شوې او د سوله ييز هېواد له موقف څخه لاس په سر شوي دي.

د نويو اصولو له مخې، جاپان اوس نورو هېوادونو ته پر پنځه ډوله غير جنګي تجهيزاتو سربيره وژونکې وسلې هم صادرولی شي او په ځانګړي حالت کې په شخړه کې ښکېلو هېوادونو ته هم وسلې ورکولی شي.

د سانای تکایچي د حکومت هدفونه ښکاره دي: لومړی هدف يې د خپل پوځي صنعت بیا ژوندي کول دي.

د جاپان د دوشیشا پوهنتون پروفیسور تورو یوشیدا او یو شمېر نور کارپوهان پر دې اند دي، چې جاپان د وسلو پر صادراتو د محدوديتونو له لغوه کولو وروسته کولی شي، د صنعت پیمانه پراخه، لګښتونه کم او د سیالۍ توان لوړ کړي.

دوهم هدف يې د پوځي ځواک پیاوړتیا ده. د جاپان د اقتصاد، سوداګرۍ او صنایعو وزارت پخواني چارواکي شیګیکي کوګا په ډاګه ويلي، د هېواد د اوسني حکومت منطق دا دی، چې د قوي پوځي صنعت له لارې خپل “ویرونکی ځواک” لوړ کړي.

درېيم هدف يې له نورو هېوادونو سره د پوځي همکاريو پیاوړتیا ده. د جاپان د دفاع پخواني وزیر ويلي، چې هېواد یې هیله لري د وسلو د صادراتو او ساتلو د لوړولو له لارې له “ورته فکر لرونکو” هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي او له امريکا پرته له نورو هېوادونو سره د اتحاد جوړولو کې ناتواني جبران کړي.

د جاپان دغه اقدام به له دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظام سخت وننګوي. په «پوټسډم اعلامیه» کې جاپان د هغو صنعتونو له پراختیا څخه منع شوی، چې د جګړې لپاره بيا وسلې ته لاس اچوي. خو اوس د دغه هېواد حکومت پر صادراتو د محدودیتونو د نرمولو له لارې د خپل پوځي صنعت پراختيا هڅوي، چې دغه کړنه يې د يادې اعلاميې له اصولو سره په ټکر کې ده او ښکاره سرغړونه ترې کوي.

د جاپان عامه افکار پدې باور دي، چې د حکومت اوسنی اقدام به جاپان ” مرګ پلورونکی سوداګر” وګرځوي.

جاپان په وروستیو کلونو کې په مکرر ډول “په شاوخوا سیمو کې د امنیتي ګواښونو تيوري” خپروي او په همدې بهانې د خپل پوځ د پراخولو هڅې کوي.

جاپان په دې وروستیو کې فیلیپین ته پوځي تجهیزات برابر کړي او د بریدګرو وسلو د صادرولو پلان يې ورته جوړ کړی او هم یې له اسټرالیا سره د نويو جنګي بېړيو د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې، چې په اصل کې يې هدف د جنګي بېړيو صادرول دي.

د جاپان د ختیځې اسیا ګډې ټولنې انسټیټیوټ لوړ پوړي څیړونکي سیجي سوګاوا په ډاګه وايي، چې د جاپان حکومت دغه هېواد پر خورا خطرناکې لارې روان کړی دی. د وسلو پر صادراتو د محدودیتونو دوامداره نرمښت به يې په سيمه کې د وسلو سیالۍ شدیدې کړي، د سيمې سوله او ثبات به زیانمن کړي او جاپان به بېرته “جنګ خوښونکی ملت” وګرځوي.

Previous Post

د ۲۰۲۶م کال په لومړی ربعې کې د چين ډيجيټل صنعتي چارو پرمختګ موندلی

Next Post

په ۲۰۳۰م کال کې به د چين د خدماتي چارو ارزښت ۱۰۰ ټريليون يوانو ته ورسېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په ۲۰۳۰م کال کې به د چين د خدماتي چارو ارزښت ۱۰۰ ټريليون يوانو ته ورسېږي

په ۲۰۳۰م کال کې به د چين د خدماتي چارو ارزښت ۱۰۰ ټريليون يوانو ته ورسېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له ایرانه ۱۷۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایرانه ۱۷۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نوومبر 27, 2022
د چين په بېړيو کې د ليږدول شوو مالونو اندازه ۳۵۰ ميلیونو ټنو ته رسېدلې

د چين په بېړيو کې د ليږدول شوو مالونو اندازه ۳۵۰ ميلیونو ټنو ته رسېدلې

جولای 11, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ