عراقي رسنیو ویلي چې په دغه هېواد کې د امریکا سفارت په نظامي اډه بدل شوی دی او امریکایي چارواکي د بغداد په شنه ساحه کې له خپل سفارت څخه د پوځي اډه په توګه کار اخلي او نږدې هره ورځ ترې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي. رسنیو د شنونکو له قوله ویلي چې امریکا د بغداد ډیپلوماټیکه سیمه کې د خلکو ذهني ارامتیا مختل کړې او دا چاره د ټولو اصولو خلاف ده. دوی ویلي چې امریکا د عراق حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی او داسې فکر کوي لکه دا خاوره چې یې په پیسو اخیستې وي. سیاسي شنونکي سعد محمد الکعبي ویلي، د عراق حکومت ته په کار ده چې د پارلمان غوښتنې ته په درناوي د امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه جدي ونیسي او هر څه ژر امریکایي ځواکونو ته د وتلو زمینه برابره کړي.
































