د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اپرېل په ۲۸مې نېټې د هېواد د اوسني اقتصادي وضعيت او اقتصادي چارو د تحلیل غونډه ترسره کړې ده. عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.
د غونډې ګډونوالو ويلي، د روان کال له پیل راهیسې، د چين د اقتصاد شاخصونه له تمې خلاف ښه دي او اقتصادي پرمختګ یې دوامداره او پياوړی انعطاف لري.
دوی ويلي، د هېواد په اوسنيو اقتصادي چارو کې ځینې ستونزې او ننګونې هم موجودې دي او د دوامداراو باثباته اقتصادي ودې بنسټ يې ډېرې پياوړتیا ته اړتيا لري.
په غونډې کې دا اړينه بلل شوې، چې په اقتصادي چارو کې باور لاپياوړی او د اقتصادي ودې د هڅولو لپاره لا اغېزمن او عملي اقدامات ونيول شي.






