د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خپل کلني راپور کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غیرانساني او لانجمن بلل شوی دی. کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي، تېر کال د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر په دوامداره توګه روان و او وضعیت هغه مهال لا ډېر ترینګلی شو، کله چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نښتې پیل شوې او د کډوالو پر ضد تبلیغات لا زیات شول. د راپور له مخې، د پاکستان حکومت تېر کال لومړی له اسلاماباد څخه کډوالو ته د وتلو امر وکړ او وروسته یې د «اې سي سي» او «پي او ار» کارت لرونکو افغانانو ته هم د وتلو لارښوونه وکړه. راپور زیاتوي، له دې اعلان وروسته ګڼ کډوال له اساسي خدمتونو، لکه روغتیايي پاملرنې او مالي اسانتیاوو، بېبرخې شول.



































