د کرکټ نړیوالې شورا (ای سيسي) په تازه درجهبندۍ کې افغان نامتو لوبغاړي راشد خان په ۵۰ اوریزو او ۲۰ اوریزو لوبو کې د توپ اچونې لومړی مقام خپل کړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې راشد خان دغه مقام خپلوي، بلکې نوموړي له څو کلونو راهیسې څو ځله د نړۍ د غوره توپ اچوونکي مقامونه ګټلي دي. بلخوا، د یو ورځنیو لوبو د آلرونډرانو (ټولچارو) په تازه اعلان شوې درجهبندۍ کې افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړی دی. په همدې درجهبندۍ کې محمد نبي درېیم او راشد خان پنځم مقام لري. همداراز، د شل اوریزو لوبو په کلنۍ درجهبندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله یوه درجه له لاسه ورکړې او اوس د ۲۲۰ امتیازونو په لرلو سره په لسم ځای کې قرار لري.

































