چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په سل کلن نړيوال بدلون کې ثابت عوامل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 21, 2026
in نړیوال خبرونه
0
په سل کلن نړيوال بدلون کې ثابت عوامل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې له ۱۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې له چين څخه رسمي لیدنه وکړه او له چيني سیال شي جين پينګ سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او ځينو نړيوالو مسئلو نظرتبادلې وکړې او په ټوله کې يې لیدنه له لاسته راوړنو ډکه وه.

د چين او روسیې مشرانو له ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو ګډې اعلاميې لاسليک او خپرې کړي دي او هم یې د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون د تمديد هوکړه کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دواړو مشرانو پر يو لړ مهمو موضوعاتو ستراتېژيکې خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزې همغږۍ د ستراتېژيک مشارکت د پرمخبېولو په اړه نویو ګډو نظرونو ته رسېدلي دي.

د چين او روسيې اړوندو ادارو د دواړو سیالانو په حضور کې د همکاريو ۲۰ سندونه هم لاسليک کړي دي.

دواړو مشرانو د چین او روسيې د نويو اړيکو داسې مثال جوړ کړی، چې اړيکې يې تر دوه اړخيزتوب پراخ اهمیت او اغېز لري او د پېړۍ د بې ساريو نړيوالو بدلونونو پر وړاندې کليدي ثابت عوامل ګرځېدلي دي.

سږکال د چين او روسيې ترمنځ د همغږۍ د ستراتېژيک مشارکت د ټينګېدو ۳۰مه او د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون ۲۵مه کليزه ده.

د دواړو مشرانو ډيپلوماسۍ تل د دواړو هېوادونو د نوي عصر اړيکې هڅولي او پرمختګونه يې موندلي دي.

رئیس شي جین پينګ او ولسمشر پوتين له تېرو لسو کلونو راهیسې شاوخوا ۴۰ ځلې لیدنې او تر سلو ځلو زيات يې تليفوني خبرې کړي او يو بل ته يې پیغامونه لېږلي دي او د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړيکې يې د تاريخ بې سارې لوړې کچې ته پورته کړې دي.

 په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري بدلونونه ګړندي شوي او نړيوال وضعيت ګډوډ او پيچلی شوی دی.

چين او روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دایمي غړو او مسئوليت منونکو لویو هېوادونو په توګه څنګه کولی شي، چې په نوې پيلامه کې دوه اړخیزو اړيکو ته وده او متزلزلې نړۍ ته ثابته انرژي ورکړي؟

شي جين پينګ له روسي سیال سره په لیدنې کې څلور فقره يیز وړانديز کړی او د يادې پوښتنې ځواب پکې منعکس شوی دی.

«چين او روسيه دې يو پر بل لا لوړ کیفيت لرونکی سیاسي باور ولري او يو د بل ستراتېژيک ملاتړ دې وکړي» « د لوړ کيفیت لرونکې ګټې- ګټې همکارۍ ته دې وده ورکړي او په ګډو هڅو دې خپله پرمختيا او سمسورتيا وهڅوي.» «د خلکو ترمنځ پوهاوي ته دې باکيفيته وده ورکړي او د خپلمنځي نسلیزې دوستۍ بنسټ دې ژور کړي.» «د لالوړ کيفيت لرونکې نړيوالې همغږۍ له لارې دې نړيوالې حکومتولۍ کې سمون او اصلاحات راولي. »

 د رئيس شي جين پينګ دغه څلور فقره يیز وړانديز د چين او روسيې د اړيکو د پرمختګ لوری په ګوته کړی دی.

ولسمشر پوتين د دواړو هېوادونو پر راتلونکي پوره باور ښودلی او ويلي يې دي، چې مسکو به له بېجينګ سره مشارکت او دوستانه ګاونډيتوب ژور کړي او په ګډه به له نړيوال امنيت او ثبات دفاع وکړي.

د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د روسيې، ختيځې اروپا او منځنۍ اسيا څېړنيز مرکز څېړونکي لي يونګ هوی پر دې اند دی، چې د رئیس شي جين پينګ د څلور فقره يیز وړانديز په رڼا کې به، چې پکې پر لوړ کیفیت ټينګار شوی، د چين او روسيې همکارۍ لالوړې، ژورې او پیاوړې کړي او متزلزلې نړۍ ته به لازيات ثابت او څرګند عوامل برابر کړي.

سياسي متقابل باور د چين او روسيې د اړيکو تر ټولو څرګنده ځانګړتيا ده او هم د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون اصلي هدف او بنسټيز اصل دی.

چين او روسیې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې، چې نړيوال وضعيت هر څنګه بدل شوی، پر ((نه پييلتوب، نه تقابل او درېیم لوری نه په نښه کول)) اصولو ټينګار کړی او تل يې د مساواتو، درناوي، صداقت او ګټې-ګټې همکارۍ پر بنسټ اړيکې پاللي او د لویو هېوادونو او همدارنګه د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونه یې جوړه کړې ده.

دواړو مشرانو د خپلمنځي ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون د تمديد هوکړه کړې، چې دا به د دواړو هېوادونو اړيکو او متقابل سياسي باور ته ټينګ بنسټ برابر کړي.

د روسيې د علومو اکاډمۍ د چين او معاصرې اسيا انسټيټيوټ مشر کلير ببایف وايي، په داسې حال کې چې نړيوال وضعيت ګډوډ دی او لوېديځ محوره نظم سوکه سوکه کمزوری کېږي، د چين او روسيې د اړيکو ماډل چې د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ دی، د نړۍ د زیاترو هېوادنو لپاره ډېر جالب او هم ګټور دی.

عملي همکارۍ د چين او روسيې د اړيکو لپاره داخلي خوځنده ځواک جوړوي.

له ۲۰۲۳م کال تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په مسلسل ډول له ۲۰۰ ميليارډو ډالرو اوښتی دی. چين له مسلسلو ۱۶ کلونو راهیسې د روسيې لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی.

سږکال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان پیل شوی او روسیه بیا تر ۲۰۳۰م کال مخکې خپله پرمختيايي ستراتېژي پلې کوي. دواړو هېوادونو د پوتين د اوسني سفر پر مهال په اقتصاد او سوداګرۍ، علمي ټېکنالوژۍ او یو شمېر نورو برخو کې د ګډو همکاريو ۲۰ سندونه لاسلیک کړي، چې په دې سره به يې په بېلا بېلو برخو کې ګټې-ګټې همکارۍ لا لوړ کيفيت وښيي او په پرمختيا او سمسورتيا کې به يې مرسته وکړي.

د روسيې- چين د سوداګرۍ ټولنې مشر باویر کيپريسوف رسنيو ته د چين د روبوټ سکتور ته خوشبيني او هم هيله ښودلې چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې زیاتې لاسته راوړنې ولري.

د هېوادونو په اړيکو کې د خلکو دوستي ډېره مهمه ده.

د چين او روسيې د تعليمي کال فعاليت د مې په ۲۰مه په بېجینګ کې پرانيستل شو او د دواړو هېوادونو مشرانو د فعاليت په پيل مراسمو کې ګډون او ويناوې کړې دي.

اوسمهال په چين کې د روسي محصلينو او روسيه کې د چيني محصلينو عمومي شمېر له ۸۰ زرو زيات دی او د دواړو هېوادونو په ګډې ابادۍ شاوخوا ۱۵۰ ښوونيز ارګانونه او تعليمي پروژې جوړې شوي او د خلکو په منځ کې يې د متقابل لوري د ژبې د زده کړې څپې او لېوالتياوې هم زیاتې شوې دي.

څېړونکي پر دې اند دي، چې د چين او روسيې د تعليمي کال فعاليت به د دواړو هېوادونو ترمنځ ښوونيزې همکارۍ لاژورې او د نسلیزې دوستۍ دوام کې به يې مرسته وکړي.

نننۍ نړۍ کې د عدالت پر وړاندې ننګونې زیاتې دي او یواړخيزم او باداري خلکو ته ډېر زيانونه رسوي او نړۍ د ځنګل قانون د بیا حاکميت له خطر سره مخ کوي.

چین او روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو په توګه د نړيوال عدالت او انصاف د ساتلو او د نوي ډول نړيوالو اړيکو د جوړېدو لپاره مهم خدمتونه کړي دي.

چين ته د پوتین د اوسني سفر پر مهال دواړو هېوادونو د نړۍ د څو قطبي کېدو او نوي ډول نړيوالو اړيکو په اړه ګډه اعلاميه خپره کړې، چې دا د دواړو هېوادونو د مسئولیت منونکې رويې ښکارندويي کوي.

اټکل کيږي، چې چين او روسیه به د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان، برېکس او د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان په شمول څو اړخیزو پلېټ فورمونو کې همغږي او همکارۍ لانږدې کړي، له ټولو هغو کړنو سره به چې د يواړخيزم او بادارۍ څپې پورته کوي او تاریخ شا ته بيايي، مخالفت وکړي او په تېره بيا له ټولو هغو پاروونکو کړنو سره به، چې د دويمې نړيوالې جګړې د بريا د ردولو او د فاشیزم او پوځي پالنې د سپينولو او پارولو په لټه کې دي، پرېکنده مقاومت وکړي او د نړيوالې حکومتولۍ د لاعادلانه او معقول سيسټم د جوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

روسي رسنيو ويلي، چې سراسري جنوبي هېوادونه د روسيې او چين په اړيکو کې د نوي ډول نړيوالو اړيکو او نړيوال نظم د جوړېدو لرلید ويني.

د چين او روسيې اوسنۍ اړیکې لافعال او لاچټک پرمختګ لرونکي نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

د چين او روسيې د مشرانو د ګډې لارښوونې په رڼا کې به د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتېژيکې همغږۍ وده ومومي، متقابل سياسي باور به يې لاټينګ، د همکاريو کيفیت به يې لالوړ او دوستي به يې لاژوره شي او اړيکې به يې په نړۍ کې د پېړۍ د بې ساريو بدلونونو پر وړاندې کليدي ثابت عوامل وګرځي.

Previous Post

د حیرتان ـ مزارشریف د اورګاډي کرښې پنځمه برخه بېرته فعاله شوه

Next Post

د چين د کلتوري صنعت ۲۲م نړیوال نندارتون پرانيستل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين د کلتوري صنعت ۲۲م نړیوال نندارتون پرانيستل شو

د چين د کلتوري صنعت ۲۲م نړیوال نندارتون پرانيستل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان او چین د ګډ کار لپاره درې کمیټې ګومارلې دي

افغانستان او چین د ګډ کار لپاره درې کمیټې ګومارلې دي

اکتوبر 26, 2021

Free Blackjack Online Free

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved