چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین او روسيې اړيکې د چټک پرمختګ نوي پړاو ته داخلې شوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 22, 2026
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتین د مې له ۱۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او له چيني سيال سره يې پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او د خپلمنځي هراړخيزې همغږۍ د ستراتېژيک مشارکت د پرمخبيولو په اړه ورسره نويو ګډو نظرونو ته رسېدلی دی.

چين ته د ولاديمیر پوتین سفر څه کم ۲۴ ساعته و، خو په دغه لنډ تنګ وخت کې د دواړو هېوادونو مشرانو د کوچنۍ او لويې پيمانې لیدنې او درې ساعته مخامخ خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو له لیدنې او خبرو وروسته خبري رسنيو ته مالومات ورکړل او وروسته یې د چين او روسيې د تعليمي کال د فعالیت پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يو ځای یې چای وڅښه.

د پوتين د سفر پرمهال ياد بوخت ترتيبات د دواړو هېوادونو د اړيکو د لوړې سويې او ځانګړتيا ښکارندويي کوي.

چين او روسیې د خپلمنځي هراړخيزې ستراتېژيکې همغږۍ، د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو د پياوړتيا او د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نوي ډول نړيوالو اړيکو په اړه دوه مهمې ګډې اعلاميې خپرې کړې دي.

دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړيکو د راتلونکې ودې او همکاريو لپاره عمومي پلان جوړ کړی او هم یې د نړۍ د حکومتولۍ په اړه رغنده نظرونه وړاندې کړي دي.

د چين ټولنيزو علومو اکاډمۍ د روسيې، ختیځې اروپا او منځنۍ اسيا انسټيټيوټ مشر سوګوانګجي يادې ګډې اعلاميې د چين او روسيې د مشرانو ترمنځ د اوسنۍ ليدنې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

سږکال د چين او روسيې ترمنځ د همغږۍ د ستراتېژيک مشارکت د جوړېدو ۳۰مه او د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون د لاسليک ۲۵مه کليزه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او روسیې د دغه تړون د تمدید هوکړه کړې او د دوه اړخیزو اړيکو د لالوړې سويې او باکیفیته ودې لپاره یې د متقابل باور بنسټ ټينګ کړی دی.

د چين د دولتي شورا د پرمختګ څېړنيز مرکز د اروپا او اسيا د ټولنيز پرمختګ څېړونکی لي يونګ چوان رسنيو ته ويلي، چين او روسيې د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون په ۲۰۰۱م کال لاسلیک کړ او وروسته يې په ۲۰۲۱م کال تمدید کړ او اوس يې يو ځل بيا غځولی دی.

دغه تړون د چين او روسیې د اوږدمهاله ښه ګاونډيتوب او هراړخيزې ستراتېژيکې همغږۍ لپاره حقوقي او سیسټمي بنسټ جوړ کړی او له لاسليک وروسته يې اړيکو پرله پسې چټک پرمختګ موندلی دی.

چين سږ کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان پیل کړی او روسيه هم د پرمختيا کليدي پړاو ته داخله شوې ده او په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې باکیفیته پړاو ته داخلې شوي او د نوي ډول اړيکو نوې پيلامه يې پیل کړې ده.

له پوتین سره په دغه سفر کې د روسيې پنځه مرستيال صدراعظمان او اته وزيران هم مل وو او دغه راز په پلاوي کې يې د دغه هېواد د نفتو، اټومي انرژۍ او هوايي چلند د پیاوړو تصديو لوړپوړې چارواکي هم شامل وو.

مالومات ښيي، چين او روسیې د اقتصاد او سوداګرۍ، تعليم، ساينس او ټکنالوژۍ په برخو کې د ۲۰ همکاريو سندونه او دغه راز په څو نورو برخو کې يې هم د ۲۰ همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.

څېړونکی سون جوانګجي پر دې اند دی، چې د چين او روسيې ترمنځ په دوديزو برخو کې همکارۍ نسبتاً ډېرې لوړې سويې ته رسېدلي او د سوداګرۍ جوړښت او د همکاريزو لارو چارو په برخو کې د ښه والي امکانات هم لري.

 دواړو خواوو په ځينو نويو برخو او هم د نوي کيفيت توليدي ځواک په برخو کې د همکاريو اوږمهاله پلان جوړ کړی او په مصنوعي ځيرکتيا، ساينسي او ټکنالوژيکي نوښت، الکترونيکي سوداګرۍ او ډيجيټل اقتصاد په برخو کې يې همکارۍ هم ډېر پراخ امکانات لري.

د دواړو هېوادونو مشرانو د منځني ختيځ د وضعيت او نورو مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.

دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې چين او روسیه به د پيچلي نړيوال وضعيت پر وړاندې په نړيوال ډګر کې خپلمنځي همغږۍ نږدې وساتي او په څو اړخيزو پلېټ فورمونو کې به همغږۍ او همکارۍ لاتقويه کړي.

دوی روښانه پيغام ورکړی، چې د لالوړ کيفيت لرونکې هراړخیزې او ستراتېژيکې همغږۍ له لارې به د چين او روسیې پرمختيا او سمسورتيا وهڅوي او د نړۍ د حکومتولۍ د لاعادلانه او معقول سيسټم د جوړولو لپاره به ګډ کار وکړي.

څېړونکی لي يونګ چوان وايي، د چين او روسيې ستراتېژيکې همکارۍ به متزلزلې نړۍ او په تېره بيا د نړۍ څو قطبي کېدو ته ثابت عوامل برابر کړي او په خبره یې، د رئیس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او حکومتولۍ ابتکاري نوښتونه په حقیقت کې د څو قطبي نړيوال نظم د جوړېدو لپاره د چين د پلان او اصولو ښکارندويي کوي. که چين او روسيه په دې برخه کې خپلمنځي ستراتېژيکې همکارۍ پياوړې کړي، نو دا به پر راتلونکي نړيوال نظم ډېر لوی اغېز ولري.

چين ته د پوتين اوسني سفر يو ځل بيا دا ښکاره کړې، چې په نوي عصر کې د دواړو هېوادونو د هراړخيزې همغږۍ ستراتېژيک مشارکت ډېر پياوړی داخلي خوځنده ځواک او پايښت لري او ګډوډې او پيچلې نړۍ ته ثابته او مثبته انرژي ورکوي.

په يوې اونۍ کې د امریکا او روسيې ولسمشرانو له چين څخه رسمي ليدنې وکړې او راتلونکې اونۍ کې به د سربيا ولسمشر په رسمي سفر چين ته ولاړ شي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې دوی د چين پر پرمختيايي فرصتونو او اغېزو باور لري.

له شکه پرته، چين د سوله يیز پرمختګ لاره غوره کړې او نړۍ ته يې پر له پسې باور او ځواک ورکړی دی.

Previous Post

چين او روسيې ګډې اعلاميې لاسليک کړې

Next Post

جاو له جي به قزاقستان او روسيې ته سفر وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

جاو له جي به قزاقستان او روسيې ته سفر وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پوهنتون خپرونه | ملبورن پوهنتون

پوهنتون خپرونه | ملبورن پوهنتون

فبروري 23, 2022
‏‏ مولوي کبیر: د ښځو حقونه خوندي او حکومت مو ټولشموله دی

‏‏ مولوي کبیر: د ښځو حقونه خوندي او حکومت مو ټولشموله دی

نوومبر 28, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved