چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 25, 2020
in کتاب
0
هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ستاسې هیلې څه دي؟ ایا د ژوند په اوږدو کې به خپلو دې هیلو ته ورسېږی؟ ښه پوهېږم چې ستاسې زړه همدغه څه غواړي. باوري یم چې تاسې هیله لری چې همداسې دې وشي، خو ایا رښتیا تاسې کولای شی خپلو دې هیلو ته ورسېږی؟ څه فکر کوی، څومره ممکنه ده چې تاسې د بریالي شی؟ په پنځو کې یو، په سلو کې یو، په میلیون کې یو؟ څه پوهېږی چې ستاسې د بریالي کېدو چانس زیات دی او یا که ستاسې هیلې تلپاتې او رښتینې دي؟ ایا دې ته اماده یاستی چې خپل بخت و ازمویی؟

ډېری کسان چې زه یې پېژنم، هر یو یې هیلې لري. که دا ونه وایم چې له زرهاوو کسانو مې د هغوی د هیلو په اړه پوښتلي، خو له سل هاوو خو مې حتماً پوښتلي دي. ځینې په ډېره مینه د هغوی په اړه خبرې کوي. ځینې بیا د خپلو موخو په اړه له خبرو کولو کرکه لري، هغوی داسې مالومېږي چې په لوړ اواز یا پوره جرئت د خپلو موخو په اړه له خبرو کولو شرمېږي. دوی هېڅکله د خپلو موخو د لاس ته راوړلو په اړه خپل بخت نه دی ازمویلی. دوی نه پوهېږي چې نور خلک به ور پورې وخاندي او که نه. دوی پر دې باوري نه دي چې هیلې یې تر حد زیاتې لویې دي او که تر حد زیاتې کوچنۍ. دوی رښتیا هم پر دې نه پوهېږي چې ایا کولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي او یا هم هغوی ته په رسېدو کې له ماتې سره مخ شي. هغوی په دې اړه چې څنګه کولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي، هېڅ فکر او نظر نه لري. پر هغه څه چې دوی پوهېږي، هغه د خپلې خوښې او علاقې وړ موخې او هیلې په اړه یو مبهم او ارماني برداشت دی، چې هېڅکله یې په اصلي او حقیقي بڼه نه پوهېږي. دوی پر دې نه پوهېږي چې څنګه کولای شي خپلو دو هیلو ته ورسېږي. که ستاسې په اړه هم دا خبرې صدق کوي، باید خوشاله و اوسئ چې هر وخت ستاسې لپاره لا د هیلې لرلو فرصت شته او باوري یم چې د دې کتاب لوستل به درسره مرسته وکړي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

کله مو چې په ښوونځي کې درس لوست، ایا په یاد مو دي چې ښوونکي د ازموینې له اخیستو مخکې تاسې ته ویلي وو: «دغه مطلب چې تاسې ته یې وایم، په دې کې د ازموینې پوښتنه راځي؟» ډېر داسې ښوونکي مې لیدلي چې د زده کوونکو د تشویق او هڅونې لپاره دا او دېته ورته خبرې کوي. هغوی هر وخت زموږ د چمتووالي په نیولو سره غواړي چې موږ په ازموینه کې بریالي شو. رښتیا، له ازموینې اخیستو د هغوی هدف دا و چې موږ د بریالي کېدو لپاره اماده کړي.

د کتاب لیکوال وايي، زما هیله دا ده چې زه هم ستاسې لپاره له هغو هڅوونکو ښوونکو یو شم. غواړم تاسې دې ته اماده کړم چې د خپلو موخو په پېژندلو سره وشی کولای هغوی ته ورسېږی. څنګه؟ باوري یم که په دې کتاب کې پر راغلو پوښتنو سم پوه شی او هغه له ځانه وپوښتی او وشی کولای چې په سم ډول هغوی ته ځوابونه پيدا کړی، تاسې به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه چانس ولری. هرڅومره چې په دې اړه ستاسې خبرې مثبت وي، هماغومره به ستاسې د بریا چانس هم زیات وي. ما په همدې خاطر دا کتاب لیکلی دی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

چین د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری دی

Next Post

دغه عادتونه مو غاښونه خرابوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
دغه عادتونه مو غاښونه خرابوي

دغه عادتونه مو غاښونه خرابوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایراني چارواکي: سږکال به افغانستان ته ۳ میلیارده ډالر صادرات ولرو

ایراني چارواکي: سږکال به افغانستان ته ۳ میلیارده ډالر صادرات ولرو

اگست 18, 2020
بلخ؛ د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا ۲ پروژې بشپړې شوې

بلخ؛ د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا ۲ پروژې بشپړې شوې

اپریل 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved