د میدانوردګو یو شمېر سوداګر وایي چې د دغه ولایت رواش د لوړ کیفیت له امله بهرنیو بازارونو ته لار موندلې او سږ کال شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه رواش انګلیستان ته صادر شوي دي. دوی زیاتوي چې د رواش د کیفیت ښه والی د دې لامل شوی چې نړیوالو بازارونو کې ورته تقاضا زیاته شي، خو په هېواد کې د سړو خونو، هوايي دهلېزونو او د منظمې بازارموندنې نشتوالی لا هم د صادراتو پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي دي. سوداګر ټینګار کوي چې که د ساتنې او لېږد لپاره اسانتیاوې برابرې شي، نو د دغه ډول کرنیزو محصولاتو صادرات به لا ډېر شي او د سیمې د خلکو عواید به هم لوړ شي.


































