چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ټرمپ د ابراهیمي تړون په مطرح کولو کې څه موخه لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 28, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ټرمپ د ابراهیمي تړون په مطرح کولو کې څه موخه لري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د مې په ۲۶مې نېټې ويلي، چې هېواد به یې په هغه ابراهيمي تړون کې شامل نه شي، چې د اسرائيل او عربي هېوادونو ترمنځ عادي اړيکو ته لاره برابروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي، قطر او پاکستان په شمول د ځینو هېوادونو له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه ليک په ابراهیمي تړون پسې تړلی او له دغو هېوادونو یې غوښتي چې له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د شنونکو په اند، د ټرمپ دغه کړنه په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیل جیوپولیټيکي حالت د جوړولو لپاره ګټوره ده او هڅې کوي، چې خپلې ډيپلوماتیکې لاسته راوړنې وښيي او هم په کوردننه نیوکې کمې کړي.

شنونکي وايي، زیاتره اسلامي هېوادونه د فلسطین مسئلې له امله د ابراهیمي تړون په اړه بېدار اوسي، نو ښايي د ټرمپ دغه هڅه ناکامه شي.

ګڼو هېوادونو ابراهيمي تړون ته چوپتيا ساتلې

ټرمپ د مې په ۲۵مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې د سعودي، اماراتو، قطر، ترکیې، مصر، اردن، بحرین او پاکستان په شمول د ګڼو هېوادونو له مشرانو سره یې په ټلیفوني خبرو کې د ایران پر مسئلې بحث کړی او په کلکه یې ترې غوښتي چې ابراهیمي تړون لاسلیک کړي.

امریکايي رسنیو د د دغه هېواد د يوه چارواکي په قول خبر ورکړی چې د یادو هېوادونو مشران د ټرمپ غوښتنې ته چوپه خوله پاتې شوي دي.

د فلسطین مسئله د اسرائیل او ډېرو اسلامي هېوادونو په اړیکو کې عمده خنډ دی. ابراهیمي تړون کې بیا د فلسطین هېواد له جوړېدو څخه ډډه شوې، نو ځکه پرې پراخ شکونه کېږي.

د عربي متحده اماراتو د خلیج نیوز ورځپاڼې په یوې لیکنې کې ویلي، ابراهیمي تړون د عربي نړۍ له نه هرکلي سره مخ دی او واشنګټن د منځني ختیځ د خلکو نیت ته په سپکه سترګه ګوري.

پاکستان ويلي، چې په یاد تړون کې به ګډون ونه کړي. د قطر يوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چې هېواد یې د دې تړون د لاسلیک پلان نه لري. د سعودي ټلیویزیون د مې په ۲۵مې نېټې د يوې سرچینې په قول ویلي، چې د هېواد دريځ يې پر خپل ځای دی او د فلسطین هېواد له جوړېدو پرته به له اسرائیل سره اړیکې عادي نه کړي.

ټرمپ د ابراهیمي تړون تر شا څه موخه لري؟

ټرمپ له ایران سره اوربند ته د نه رسېدو په حال کې له ډېرو هېوادونو غوښتي، چې له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي. خو موخه يې څه ده؟

۱- ټرمپ غواړي په جمهوریت غوښتونکي ګوند کې پر خپل حکومت نیوکې کمې کړي.

د دغه ګوند ځینو غړو د امریکا او ایران د احتمالي اوربند پر تړون ډېره ناخوښي څرګنده کړې او دغه تړون یې تهران ته د واشنګټن د سر ټيټولو په مانا بللی دی.

د والسټریټ ورځپاڼې ویلي، ټرمپ غواړي د ډيپلوماتیکې موخې په عملي کېدو له ایران سره د اوربند تړون ته نور زیات اهمیت ورکړي، چې دا به پر نوموړي د ځینو کسانو نیوکې کمې شي.

۲- ډونالډ ټرمپ پر همدې لارې غواړي په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو رایې خپلې کړي.

د امریکا د کانګرېس د ټاکنو د را رسېدو په درشل کې د دغه هېواد دننه د جمهوریت غوښتونکي ګوند د ملاتړ کچه ټيټه شوې او لامل یې له ایران سره د جګړې منفي اغېزې ښودل شوې دي.

که ټرمپ په دغه حالت کې د اسرائیل او اسلامي هېوادونو اړیکې ټينګې کړي، نو ښايي د خلکو په منځ کې د جمهوریت غوښتونکو ملاتړ زيات شي.

۳-  ټرمپ غواړي د ابراهيمي تړون پر مټ په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیل لپاره ګټور جیوپولیټیکي حالت رامنځته کړي.

ډونالډ ټرمپ هڅې کوي، چې په منځني ختیځ کې د اسرائیل اغېزې لا پراخې او هم د  اسرائیل او امریکا د ملګرو هېوادونو لپاره د دوستانه زمينه برابره کړي او که داسې وي، نو بیا به واشنګټن پر ټولې سیمې کنټرول ولري.

ایا د ټرمپ دغه موخه به عملي شي؟

د منځني ختیځ د چارو شنونکي وايي، ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د امریکا او ایران د اوربند تړون په ابراهیمي تړون پسې غوټه کړي، خو ښايي دغه هيله يې پوره نه شي. ځکه، يوه خوا د فلسطین مسئله نه ده حل شوې او اسرائیل لا هم پر فلسطین بریدونه کوي، نو له اسرائیل سره د عربي هېوادونو د اړیکو عادي کېدل له ډېرو اخلاقي او سیاسي فشارونو سره مخ دي.

بله خوا، د امریکا او ایران جګړې د سیمې پر زیاتو هېوادونو منفي اغېزې کړي او د خلیج ځینو هېوادونو ډېر سخت زیانونه لیدلي دي.

دغو ټکو ته په کتو، د منځني ختیځ هېوادونه به خپلواکو تګلارو ته ډېره پاملرنه ولري او د خپلو ګټو لپاره به زیات کوښښونه وکړي.

Previous Post

شي جين پينګ د چين او امريکا محصلينو ته ځوابي پيغام ولېږه

Next Post

جاو له جي له قزاقستان څخه رسمي او دوستانه لیدنه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
جاو له جي له قزاقستان څخه رسمي او دوستانه لیدنه وکړه

جاو له جي له قزاقستان څخه رسمي او دوستانه لیدنه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا له ایران سره مذاکراتو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړی

امریکا له ایران سره مذاکراتو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړی

جنوري 5, 2022
پکتیا کې د ۲۴۵۰ مترو په اوږدوالي د یو کانال جوړېدو چارې پیل شوې

پکتیا کې د ۲۴۵۰ مترو په اوږدوالي د یو کانال جوړېدو چارې پیل شوې

اکتوبر 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ