د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد او ۲۷۰ میلیونه ډالرو اوښتې ده،. د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي، له دې ډلې شاوخوا ۷۴ میلیونه ډالره صادرات او څه باندې یو میلیارد او ۲۰۴ میلیونه ډالره واردات وو. د هغه په وینا، د افغانستان په صادراتو کې تازه او وچه مېوه، جوسونه، تالک ډبره، کچالو، پیاز، طبي بوټي او هنګ شامل دي. بلخوا، یو شمېر سوداګر له منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې د افغانستان د تولیداتو او کورنیو محصولاتو لپاره مهمې بولي.


































