د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، که له ایران سره روانې خبرې د واشنګټن په ګټه پای ته ونه رسېږي، نو پوځي اقدام به هم یو انتخاب وي. ټرمپ دا څرګندونې له فاکسنیوز سره په مرکه کې کړې دي. ټرمپ ویلي، چې امریکا په خبرو اترو کې پیاوړی نفوذ لري او په وینا یې «ټول کارتونه زموږ په لاس کې دي». هغه زیاته کړې، امریکا په قصدي ډول د ایران پوځ بشپړ په نښه نه کړ؛ ځکه د ده په خبره، غوښتل یې د پراخې ویجاړۍ مخه ونیسي. نوموړي د عراق وضعیت ته په اشارې وویل، ځینې جګړې داسې پایلې لري چې هېوادونه بیا د لسیزو لپاره د بیارغونې توان نه لري.


































