د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ ”د جون لومړۍ نېټې“ د ماشومانو نړيوالې ورځې په درشل کې د چين کمونېست ګوند د لومړۍ دورې ملي کانګريس په ياد نندارتون او د نان هو انقلابي نندارتون کې د ځوانو مخکښانو ډلې ځينو لارښودانو ته ځوابي پيغام استولی، د دوی هڅونه يې کړې، دوی او د هېواد ټولو ماشومانو ته یې د اختر مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، سږ کال د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۵مې کليزې سره برابر دی، چې د ګوندي چارو پرمختګ نسل په نسل دوامدارو هڅو ته اړتيا لري. هغه هيله وښودله چې د چين د ځوانو مخکښانو ډلې ټول غړي د بيرغ په اوچتولو سره د ګوند لار تعقیب کړي، انقلابي دودونه په ميراث راوړي، خپلې پوهې او وړتياوې زياتې کړي، هوډ او اراده ټينګه کړي او د ګوند او خلکو ښه ماشومان وګرځي.

































