د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې د ټرمپ له امله ډېر بد وضعیت شاته پرېښود او اوس تمه شته چې نور ایران خپل مسیر ته ځان برابر کړي. هغه ویلي، ټرمپ یو شر خوښی انسان و، نه یوازې ایران بلکې ټوله نړۍ یې له ګډوډۍ سره مخ کړې وه او شکر دی چې خدای ټوله نړۍ د ټرمپ له شره په امان کړه. نوموړي دغه راز د کرونا وبا ډېرېدونکي ګواښ ته په اشارې ویلي چې هېوادوال باید روغتایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات او په هر ډول راټولېدنو کې له ګډونه په کلکه ډډه وکړي.
































