د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو د وزیرانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ډول بهرنۍ وسله والې ډلې شتون نه لري او د ا.ا ځواکونه د هېواد پر ټولې جغرافیې بشپړ کنټرول لري. مجاهد زیاته کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د شتون ادعاوې لا له مخکې هم مطرح کېدې، حتا تر دې وړاندې چې ا.ا بیا واک ته ورسېږي. تر دې مخکې د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای د همکارۍ سازمان په څنډه کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» شتون د امنیتي اندېښنو لامل شوی دی.

































