د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون د جون د ۸مې نېټې په غرمه د پلازمېنې پينګ يونګ په کيم ال سونګ ميدان کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل.
د ډيموکراتيکې کوريا پوځي ارکسترا په داسې حال کې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول، چې دواړه مشران د معاينې پر سټېج ولاړ وو او په مراسمو کې د سلامۍ لپاره د توپونو يوويشت ډزې وشوې.
رئيس شي جين پينګ د کيم جونګ اون په ملګرتيا د ډيموکراتيکې کوريا د تشريفاتي ګارډ رسم ګذشت وکاته.

ځواب دلته پرېږدئ