د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پر خپلې ټولنیزې رسنۍ «ټروت سوشیل» له ایران او اسراییلو غوښتي چې سمدستي پر یو بل بریدونه ودروي. د ټرمپ دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توغندیزو او هوايي بریدونو نوی پړاو پیل شوی او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. هغه د تاوتریخوالي د کمېدو او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ