د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د خنجان ولسوالۍ له عمومي سړک څخه د اندراب د خوشدرې نوآباد سیمې پورې د برېښنا رسولو د یوې پروژې چارې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د بغلان د برېښنا ریاست رئیس قاري احمدالله مسلم ویلي، دغه پروژه د برېښنايي خدمتونو د پراختیا او د سیمې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي کېږي. نوموړي زیاته کړې چې د پروژې په ترڅ کې به ۱۶ ترانسفارمرونه نصب شي، د برېښنا پایې به ودرول شي او د وېش شبکه به وغځول شي. د مسوولینو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د برېښنا له خدماتو برخمنې شي.
































