چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين او ډيموکراتيکه کوريا به دودیزه دوستي پياوړې وساتي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 9, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين او ډيموکراتيکه کوريا به دودیزه دوستي پياوړې وساتي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پینګ له ډيموکراتيکې کوریا څخه د رسمي ليدنې په درشل کې د دغه هېواد په رودونګ شينمون ورځپاڼې کې «د ستونزو په لرې کولو سره د لا روښانه راتلونکي د برابرولو او د چين او ډيموکراتيکې کوريا د عنعنوي دوستۍ لا تينګښت» په سرليک يوه لیکنه خپره کړې ده.

نوموړي په دغې لیکنې کې د چين او ډيموکراتيکې کوريا عنعنوي دوستۍ ته کتنه کړې او پکې يې ويلي، چې دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ تجربې راټولې او د ستراتيژۍ له مخې يې اړيکې ټينګې کړي او د زمانې له پرمختګ سره سم يې د دوه اړخيزو اړيکو لا پرمختګ ته روښانه لاره برابره کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

که تاريخ ته کتنه وشي، نو چين او ډيموکراتيکې کوريا هر وخت په ګډه ستونزې لرې کړي او خپلمنځی دوستي يې ښکاره کړې ده.

چين او ډيموکراتيکه کوريا ګډ برخليک لرونکي سوسیاليستي ګاونډيان دي، هر وخت یې يو له بل سره مرستې کړي او دودیزه دوستي يې د دواړو هېوادونو، ګوندونو او خلکو ګډه قيمتي شتمني بلل کېږي.

شي جين پينګ په دغې لیکنې ويلي، که وخت او نړيوال وضعيت هر څنګه بدلېږي، د چين او ډيموکراتيکې کوريا دوستي به ټینګه او له حياتي ځواک څخه به ډکه وي.

روان کال د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاريو او مرستو د تړون د لاسليک له ۶۵ کاليزې سره برابر دی.

د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختیايي جريان ته په کتو، عمومي منشي شي جين پینګ په يادې لیکنې کې د مشرانو ستراتيژيکه لارښوونه د چين او ډيموکراتيکې کوریا تر ټولو لوی غوره والی، ګډ سوسيالیستي ارمان د دواړو هېوادونو د اړيکو څرګنده ځانګړتيا او ګډ برخليک لرونکې عنعنوي دوستي د دغو اړيکو ژور بنسټ او د لوړې سويې ستراتيژیکې همکارۍ د دې اړيکو د زمانې محتوا بللې ده.

 دغه څلورټکي د چين او ډيموکراتيکې کوريا د اړيکو د تاریخي پرمختیايي تجربو لنډيز او د دغې عنعنوي دوستۍ د لا ټينګښت لپاره يو مهم اصل بلل کېږي.

يو چینايي متل چې وايي: خپلوان او ګاونډيان تل هيلې لري، چې نور خپلوان او ګاونډيان یې نيکمرغه ژوند ولري. که په نړيوال وضعيت کې هر څنګه بدلون راځي، د چین او ډيموکراتيکې کوريا د اړيکو ښه ساتنه، ټينګښت او پرمختګ به د چين د کمونېست ګوند او حکومت نه بدلېدونکې تګلاره وي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پینګ او د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د عمومي منشي کين جون ون تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستانه همکاريزو اړيکو سالم او ثابت پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو او خلکو ته یې ګټې رسولې دي.

نړۍ په تېرو سلو کلونو کې ډېرې ژورې تجربه کړي او اوس هم په نړيوال وضعيت کې ډېر لوی بدلونونه روان دي. چين او ډيموکراتيکه کوريا د نړۍ د حالاتو پر وړاندې پر خپلو چارو تمرکز لري او په سوسیالیستي لوري نه ستومانه کېدونکي کوششونه کوي.

چين د پنځلسم پنځه کلن پلان د تطبیق چارې او د چيني شکله عصريتوب د نوي پرمختګ او د دويمې سل کلنې موخې لپاره یې هڅې پيل کړې دي. د دې ترڅنګ د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند په بريالیتوب سره د دې ګوند نهم ملي کانګرېس ترسره کړی او پکې يې د ګوند او دولتي چارو د پرمختګ په اړه ستراتيژيک پلان جوړ او ترتيب کړی او د سوسياليزم د هر اړخيز پرمختګ نوی پړاو يې پيل کړی دی.

د چین او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ اړيکې په نوې تاريخې پيل کې له نويو پرمختیایي فرصتونو او د زمانې له نوې دندې سره مخ دي.

که دواړه هېوادونه د زمانې له پرمختګ سره سم دغو اړيکو ته نوی پرمختګ ورکړي، نو بايد ستراتيژیکې تبادلې لاپیاوړې او د دغو اړيکو سم پرمختيايي لوری خپل کړي.

د چین او ډيموکراتيکې کوريا د دوستۍ په سندره کې ويل شوي: مونږ پراخه دوستي او ګډ ارمان لرو او د يووالي په برخه کې ځواکمن يو.

که په نړۍ کې هر څنګه بدلون راځي، چين او ډيموکراتيکه کوریا به خپله دوستي پالي او دوام به ورکوي.

چين او ډيموکراتيکه کوريا به د رئيس شي جين پینګ له دې سفر څخه په استفادې د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا د پرمخبېولو لپاره لازيات خدمتونه وکړي.

Previous Post

ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

Next Post

د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان لومړۍ لويه ملي پروژه پيل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان لومړۍ لويه ملي پروژه پيل شو

د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان لومړۍ لويه ملي پروژه پيل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سوداګرۍ وزارت: کندهار کې؛ د اوړو د تولید په فابریکې شپږ میلیونه ډالره پانګونه شوې

سوداګرۍ وزارت: کندهار کې؛ د اوړو د تولید په فابریکې شپږ میلیونه ډالره پانګونه شوې

اپریل 10, 2021
کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

سپتمبر 27, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ