د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان لومړی لويه ملي پروژه، چې د درېيو تنګيو بندر «سمندري ټرانسپورټ نوی چينل» په نوم يادېږي، د جون په ۸مه نېټه پيل شوه.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د چين د يانګ ځه سيند په اوبو کې ټرانسپورټي تګ راتګ زیات او توان به یې لوړ شي.
د درېيو تنګيو بندر «سمندري ټرانسپورټ نوی چينل» به د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند باکيفيته پرمختګ وهڅوي.
دغه پروژه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مهمو لارښوونو په رڼا کې پلې کېږي، چې پکې به شاوخوا ۷۷ ميليارډه او ۲۰۸ ميليونه يوانه پانګونه وشي او په شاوخوا ۹ کلونو کې به بشپړه شي.

































