د چيني کارپوهانو لومړۍ مرستندويه ډله د جون په ۲مې نېټې د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت ته رسیدلې او د همدې مياشتې په ۹مې نېټې یې د دغه هېواد په پلازمېنه کينشاسا کې د سره صليب او سرې مياشتې نړيوالې ټولنې له استازيو سره غونډه کړې او د اېبولا ويروس د خپرېدو حالت، د دغه ويروس د وقايې او کنټرول او اړوندو همکاريو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.
د چيني کارپوهانو ډلې مشر لو مينګ ويلي، چيني کارپوهان به د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت له طبي ادارو، د ساري ناروغيو ضد ادارې او د سره صليب او سرې مياشتې نړيوالې ټولنې په شمول له نړيوالو همکارانو سره پياوړې همکارۍ وکړي او د اېبولا ناروغۍ د خپرېدو حالت د څېړنې، د ناروغانو د درملنې، په لابراتورونو کې د ازموينې او د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول په شمول ځينو چارو کې به ورسره مرستې او ملاتړ ورته برابر کړي او د يادې ناروغۍ د خپرېدو حالت د ژر کنټرول لپاره به خدمتونه وکړي.
د چيني کارپوهانو لومړۍ ۵ کسيزه مرستندويه ډله د جون په ۲مې نېټې کينشاسا ته رسېدلې او خپله درې مياشتنۍ دنده يې پيل کړې ده.
































