ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن شپه د سویلي افریقا او مکسیکو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شي. د مالوماتو له مخې دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي. ګډونوالې لوبډلې به په ۱۲ ګروپونو کې د اتلولۍ جام د ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالۍ ترسره کړي. د راپورونو له مخې، د نړیوال جام لوبې به په امریکا، مکسیکو او کاناډا کې د ۱۶ لوبغالو په کوربتوب ترسره شي.

































