د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم جانګ ګوه چينګ د جون په ۱۱مې نېټې د پرمختګ د ګډو هڅو په سرمشريزې کې انلاين ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په وینا کې د رئيس شي جين پينګ څلورو نړيوالو وړانديزونو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دغو وړانديزونو د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره لارښوونه او خوځنده ځواک برابر کړی دی.
جانګ ګوه چينګ پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې پرمختګ ته دې لومړيتوب ورکړي، نړيوال مديريت دې بشپړ کړي، د نړيوال اقتصاد ټولشموله پرمختګ دې وهڅوي، پر ورخلاصون او همکاريو دې ټينګار ولري او د ازادې او اسانې سوداګرۍ لپاره دې چاپېريال برابر او رښتينی څواړخيزم دې عملي کړي.
د پرمختګ د ګډو هڅو سرمشريزه د فرانسې په کوربتوب او د دغه هېواد د ولسمشر ايمانويل ماکرون په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د جرمني صدراعظم فريدريش مرز، د کاڼاډا صدراعظم مارک کارني، د امريکا، برازيل، هند، ايټاليې، جاپان، کوريا جمهوريت او برېتانيې لوړ پوړو استازو او د اروپايي ټولنې او پيسو نړيوال صندوق مسوولينو ګډون کړی و.
































