د پاکستان د بلوچستان په پشین او قلعه عبدالله سیمو کې نامعلومو وسلهوالو د پولیسو پر دوو مرکزونو بریدونه کړي او د امنیتي ځواکونو وسلې او تجهیزات یې له ځان سره وړي دي. د راپورونو له مخې، په قلعه عبدالله کې برید د ګیلو په سیمه کې شوی، چې پکې بریدګرو د پولیسو مرکز ته زیان اړولی او ځینې برخې یې سوځولي دي. چارواکي وایي، په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی، خو وسلې، موټر او موټر سایکل تښتول شوي دي. په همدې ورځ د پشین په دینار سیمه کې هم د سلطان پولیسو پر مرکز برید شوی.

































