د ولسي جرګې غړي وايي ټول هغه بهرني سرتېري باید محاکمه شي چې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو سرتېرو د جنګي جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. دوی وایي نړیوال محاکم او د بشري حقونو په برخه کې فعال بنسټونه باید دغه جنایتونه وڅاري او په اړه یې خپل دريځ روښانه کړي. د ولسي جرګې غړو دغه راز د هغو هېوادونو له حقوقي فعالینو او محاکمو هم د عدالت غوښتنه کړې چې سرتېري یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي. په دې وروستیو کې په استرالیا کې یوې څېړنې ومونده چې ددغه هېواد سرتېري په افغانستان کې په جنګي جنایتونو او د ملکي وګړو په وژلو کې ښکېل وو. دوی تر دې دمه ۳۹ داسې قضیې څېړل شوې چې په هغه کې استرالیايي ځواکونو په اروزګان کې د خپل ماموریت پر مهال ملکي وګړي وژلي دي. د استرالیا حکومت ددغه قضیو د څېړلو او عدالت ژمنه کړې ده.
































