د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۱۷ مې نېټې«د نړیوالې حکومتولۍ د لاعادلانه او معقول سیسټم جوړول: د چین مفکورې، نوښتونه او اقدامات» تر سرلیک لاندې یو سپين کتاب خپور کړی دی. د دغه سپين کتاب د خپرېدو په خبري ناسته کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نړيوالې حکومتولۍ نوښت د عملي کېدو لپاره د دغه هېواد څلور مهمې کاري برخې ورپېژندلې دي.
وانګ يي وويل د نړيوالې حکومتولۍ نوښت د نړيوالې ټولنې ګډه رفاه تعقیبوي او د نړيوالې ټولنې په ګډو هڅو تکيه کوي. په راتلونکي پړاو کې د دې نوښت عملي کېدل د لویو هېوادونو مسئوليتونو ته، دغه راز د څواړخيزو میکانيزمونو رول او د نړيوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتيا لري.
وانګ يي وويل، چين په روان کال کې په څلورو کاري برخو تمرکز کوي، چې له مخې به يې پرانیستې سیمه پالنه بیا راژوندۍ کړي، په نویو راڅرګندېدونکو برخو کې به حکومتولي پیاوړې کړي، د حکومتولۍ پلیټفارمونه به تقويه کړي او د حکومتولۍ په اړه نړیواله اجماع به رامنځته کړي.



































