د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او مرستيال صدراعظم ليو ګوو جونګ د جون په ۱۶مې نېټې د ايبولا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په افريقايي ځانګړې وېډيويي سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې ده.
هغه سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، د چين دولت رئیس شي جين پینګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په مفکورې کې د ګډې روغتیايي ټولنې ابادي هڅولې او د ناروغيو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يې د نړيوالو همکاريو لوری روښانه کړی دی.
ليو ګوو جونګ ويلي، چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه ده او په خبره يې، چين له کانګو او افريقايي اتحاد سره بېړنۍ بشري مرستې کړي، کانګو ته يې د طبي کارپوهانو ډلې لېږلي او د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول لپاره يې له افریقايانو سره ګډه مبارزه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چين به له افریقا سره د چين او افريقا د همکاريز فورم په چوکاټ کې د دواړو خواوو د روغتیايي همکارانو د فعاليتونو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي او پر نړيوالې ټولنې به غږ وکړي چې يووالی او همکارۍ لا پیاوړې او له افریقا څخه لازيات ملاتړ وکړي.
د افريقايي اتحاد نوبتي رئیس او د بروندي ولسمشر ايوريست ندايشيميې د دغې مشريزې مشري کړې او د جنوبي افريقا، استوايي ګيني او زيمبابوي په ګډون د څه باندې لسو افریقايي هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو او د روغتيا نړيوال سازمان په شمول د څو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او د افريقا د همکارانو استازو پکې ګډون کړی و.



































