د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي چې د غزې تړانګې محاصره باید پای ته ورسول شي. نوموړي زیاته کړې، دا محاصره چې د امریکا په مرسته د اسراییلي اشغالګرو له لوري په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پیل شوې ده باید نور پای ته ورسول شي. مادورو له فلسطین سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی د فلسطینیانو زړورتیا او د ازادۍ په موخه د دغه نه ماتېدونکي ملت مبارزه ستایي او ملاتړ ته یې دوام ورکوي. د یادونې ده چې د وینزویلا پخواني ولسمشر هوګو چاوز په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسراییلي رژیم له لوري پر غزې تړانګې د شوي برید په غبرګون کې په دغه هېواد کې خپل سفارت وتاړه او د فلسطیني وګړو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
































