چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د تايوان ټاپو په ختيځ بحري سيمه کې د ارضي پلان لپاره چمتوالی نيسي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 21, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين د تايوان ټاپو په ختيځ بحري سيمه کې د ارضي پلان لپاره چمتوالی نيسي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د طبيعي سرچينو وزارت د جون له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د دغه هېواد د تايوان ټاپو په ختيځ سمندري سيمه کې د بحري چاپيريال پلټنه تر سره کړه.

د تايوان ټاپو په ختيځ سمندري سيمه چين ته نږدې سمندرګی دی او د دغه هېواد تر واک لاندې دی. په دغه سمندري سيمه کې اداري چارې د نږدې سمندرګي د ادارې ماډل په توګه ياديږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دغه ماډل څه اهميت لري؟

لومړی، د پلټنو له لارې د تايوان ټاپو په ختيځ سمندري سيمه کې د طبيعي سرچينو پېژندل د سمندر ارض او فضا د انکشاف او ساتنې لپاره بنسټ برابرولی شي.

چين پخوا په دغه سمندرګي کې هغه ځانګړې پلټنې تر سره کړې ، چې په ټاکلې موده کې يې د ځينو دقيقو مسئلو د حل لپاره په يو ځل پوره کړې وې. دغه پخوانۍ پلټنې د مسئلو له حل وروسته پای ته رسېدلي وې.

خو ياده تازه پلټنه د کال د نوبتي پلټنې يوه برخه ده، چې د ټاکلي پلان او نوبتي مودې له مخې تر سره کيږي او د منظم مديريت څرکندونه کوي.

د طبيعي سرچينو وزارت د چين د طبيعي سرچينو د عمومي مدير رول لوبوي. د نوموړي وزارت دغه پلټنه د واک د تطبيق عمل دی او موخه يې د هېواد د طبيعي سرچنيو د اصلي معلوماتو راټولول دي.

د معلوماتو له راټولولو وروسته به د خاورې د انکشاف او ساتنې چارې ترسره شي. د انکشاف په چارو کې به سمندري صنايع، د نفتو او ګازو کشف او استخراج، د سمندري ژوند او پيدايښت درمل او بيولوژيک توليدات شامل وي. د ساتنې په برخه کې به د سمندري ايکولوژۍ او چاپيريال خونديتوب، د سمندري چاپيريال د ننګونو مخنيوی او د مهمو سمندري سيمو عمومي مديريت شامل وي.

د يادولو وړ ټکی دا دی، چې چين په دغه نوبتي پلټنه کې په لومړي ځل د نوموړي سمندرګي د مرغانو او نهنګان سروې تر سره کړي. دا کار ښيي، چې پلټنې له بنسټيزو سرويو څخه د مشخصو ډولونو او ځايونو په اړه د دقيقو څېړنو پړاو ته داخلې شوې دي. دغه معلومات به د دې سمندرګي د ايکولوژيک وضعيت د څېړنې، د ايکولوژيک سيسټم د روغتيا د ارزونې او د ايکولوژيک متنوعيت د ساتنې په چارو کې ګټور رول ولوبوي.

دوهم، چين د حقه حقونو پر بنسټ د ځانګړو اقتصادي سيمو د قانوني ميکانيزم په رڼا کې د تايوان ټاپو په ختيځ سمندري سيمه کې د خپلو حقونو د سيسټماټيک تطبيق او پياوړتيا په هڅه کې دی.

په تېره يوه موده کې د چين ځواکونو د تايوان ټاپو په چپچاپير پوځي تمرين تر سره کړی، سمندري پوليسو يې په اړوند بحري سيمه کې ګزمې وهلې، ترانسپورت وزارت يې ځانګړي عمليات کړي او د طبيعي سرچينو وزارت يې په دې وروستيو کې نوبتي پلټنه بشپړه کړې ده. يادې کړنې ښيي، چې په دغه سمندري سيمه کې د چين د واک د تطبيق طريقې د غني کېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون او د چين د اړوند قانون له مخې، د سمندر پر غاړې پراته هېوادونه په مشخصو اقتصادي سيمو کې د طبيعي سرچينو د کشف، انکشاف، ساتنې او ادارې د واکونو خاوندان دي او د سمندري علومو د څېړنې او د سمندري چاپيريال د ساتنې په شمول د مختلفو چارو حاکميت لري.

تايوان ټاپو او اړوند فرعي ټاپوګانې او د تايوان ټاپو ختيځ لوري ته نږدې سمندري سيمه د چين په ځانګړې اقتصادي سيمه کې ده. په دغه سمندري سيمه کې د چين ډول ډول فعاليتونه د دغه هېواد د حاکميت په چوکاټ کې حقه کړنې دي.

د پام وړ ده، چې جاپان او فيليپين په دې وروستيو کې له چين پرته تش په نوم (( د سمندري کرښو د ټاکنې خبرې اترې )) پيل کړې. نوموړو دواړو هېوادونو هڅه وکړه، چې د دوه اړخيزو ترتيباتو له لارې د چين پر حقه حقونو تيری وکړي. نوموړي هېوادونه د چين د خاورې له حاکميت سره د مخامخ چلنج ته زړه نه شي پيدا کولی، مګر د سرچينو د انکشاف او استفادې او د حقونو د ادعا کولو هڅه کوي. د چين د طبيعي سرچينو وزارت تازه نوبتي پلټنه په قانوني چوکات کې پر ځانګړې اقتصادي سيمې د چين د حقه حقونو د پياوړتيا اقدام دی.

د يادولو وړ ده، چې د يادې پلټنې په ترڅ کې ځينو قوتونو د چيني لوري پر عادي کارونو د موانعو د جوړولو هڅه وکړه. خو د چين قوي هوايي ځواکونو او سمندري پوليسو د پلټنې خونديتوب ډاډمن کړ.

د سمندري پوليسو او د طبيعي سرچينو وزارت په شمول د چين بېلا بېلو څانګو د همکارۍ او همغږۍ په رڼا کې د تايوان ټاپو په ختيځ لوري سمندري سيمه تر منظمې او سيسټماټيکې ادارې لاندې راغلې ده.

چين به په راتلونکي کال کې د نږدې سمندرګي د مديريت ماډل پياوړتیا کړي، تر څو دغه ماډل د سمندري حقونو او ګټو د ساتنې او د سمندري چارو د باکيفيته پرمختګ ټينګ ملاتړ برابر کړي.

Previous Post

چین په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د نړیوالې حکومتدارۍ په اړه د ناستې کوربه توب وکړ

Next Post

د چین او اروپا د بار وړونکو اورګاډيو شمېر په ۱۰ کلونو کې ۱۰ اعشاریه ۸ ځله زیات شوی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین او اروپا د بار وړونکو اورګاډيو شمېر په ۱۰ کلونو کې ۱۰ اعشاریه ۸ ځله زیات شوی دی

د چین او اروپا د بار وړونکو اورګاډيو شمېر په ۱۰ کلونو کې ۱۰ اعشاریه ۸ ځله زیات شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Free Online Slot Machine Games No Download Or Registration

سپتمبر 8, 2025
کاناډا پاکستان کې له افغان کډوالو سره ۲۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه

کاناډا پاکستان کې له افغان کډوالو سره ۲۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه

دسمبر 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ