سعودي عربستان یو ځل بیا ویلي چې له خپل هوايي حریم به د اسراییلو تجارتي پروازونو ته اجازه ورکړي. دا خبرې د ټرمپ د سلاکار جراد کوشنر او سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په وروستۍ لیدنه کې شوې دي. سعودي عربستان امریکا ته ډاډ ورکړی چې د اسراییلو تجارتي پروازونو ته به له خپل حریم اجازه ورکوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. له دې سره جوخت د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ هم تجارتي پروازونه پيل شوي دي او الوتکې به د سعودي عربستان له خاورې تېرېږي. له لسیزو راهیسې سعودي عربستان اسراییلو ته ددې لارې د کارولو اجازه نه ورکوله او له دغه هېواد سره یې ديپلوماتیکې اړیکې په بشپړه توګه ختمې کړې وې.
































