مذاکراتي پلاوي دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلاره د شوي توافق هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري وکړی شي په مذاکراتو کې لا ډېر پرمختګ ولري. دده په خبره د جګړې ختمېدل د افغانانو ستره هيله ده نو دواړه لوري دې د جګړو د پای لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. ولسمشر غني هم د یوه پیغام په خپرولو سره د رامنځ ته شوي توافق هرکلی کړی دی او ډاکټر عبدالله عبدالله بیا هغه د مذاکراتو په برخه کې مهم پرمختګ بولي.
































