د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن وړاندوینه کړې ده چې کرونا وبا به د روان کال تر پایه د ۲ لکه او ۵۰ زره نورو امریکایانو ژوند هم واخلي. نوموړي دا څرګندونې د کرونا وبا د کنټرول او مخنیوي بنسټ د یوې څېړنې تر خپرېدو وروسته کړې دي. هغه، د کرونا وبا د مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه تګلاره د روغتیایي سپارښتنو عملي کول دي او ټول امریکایان باید د دې ویروس مخنیوي برخه کې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. بایډن دا وړاندوینه په داسې حال کې کوي چې د روان کال تر پایه د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. د یادونې ده چې دغه ویروس تر اوسه په امریکا کې تر دوه لکه او اویا زره ډېر کسان مړه کړي او دا شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
































